د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین لګولو بهیر پیل شو


د دې واکسین د ورکړې د پیل په مراسمو کې ولسمشر غني په عادلانه ډول د دې بهیر د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
د دې واکسین د ورکړې د پیل په مراسمو کې ولسمشر غني په عادلانه ډول د دې بهیر د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

افغانستان د فبرورۍ پر ۲۳مه (نن) وتوانېد د کورونا واکسين لګولو لړۍ پیل کړي.

پوره کال وړاندې په دې هېواد کې د کوېډ-۱۹ ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه.

دا واکسین د هند له ‌خوا افغانستان ته وړیا ورکړل شوی او ټول ۵۰۰ زره خوراکه دي چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کسانو ته پیچکاري شي.

د دې بهیر د پیل په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، کورونا وبا نړۍ ولړزوله، خو افغانستان وتوانېد په ډېر ښه ډول یې سمبال کړي.

ولسمشر زیاته کړه، افغانستان توانېدلی چې د کورونا وبا له اقتصادي او ټولنیز زیان تر ډېره ځان وساتي.

که څه هم نوموړي په عادلانه ډول د هند له‌خوا د مرسته شوېو واکسینو د تطبیق غوښتنه کوي، خو ژمنه یې دا ده چې په دوهم پړاو کې به نږدې د ټول هېواد ۴۰ سلنه خلکو ته د کورونا وبا ضد واکسین د تطبیق زمینه برابره شي.

غني زیاته کړه: "په دې پړاو کې د افغانستان له ټولو خلکو زما غوښتنه دا ده چې د واکسین د عادلانه وېش لپاره د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز له مخې، له دوی سره همکاري وکړي. زموږ هڅې په دوهم پړاو کې د سرچینو د چمتو کولو لپاره دي چې له ۴۰ تر ۴۵ سلنه خلک به راونغاړي، انشاالله یوه پایله به ورکړي."

افغان ولسمشر ددې واکسین د مرستې په خاطر له هند څخه هم مننه وکړه.
افغان ولسمشر ددې واکسین د مرستې په خاطر له هند څخه هم مننه وکړه.

افغان ولسمشر د هند مننه وکړه چې د یوه سټراټیژیک ملګري په توګه یې تل په بشري برخه کې د افغانستان سره مرسته او همکاري کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په لومړي پړاو کې به دا واکسین امنیتي او دفاعي ځواکونو، روغتیايي پرسونل او د رسنیو کار کوونکو ته پیچکاري شي.

د دې وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د کورونا ضد واکسین د ورکړې بهیر پیلوي.

مجروح زیاته کړه: "افغانستان چې د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی چې له دې سره-سره چې په نړۍ کې پر واکسین له وسلې او خوړو سیالي زیاته ده، د افغانستان د روغتیا سکټور، نن د جمهوري ریاست تر مشرتابه لاندې د دې ویاړ لري چې خپلو وطن‌والو ته د کرونا ضد واکسینو د تطبیق لړۍ پیلوي."

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاډ ورکوي چې د کرونا ضد واکسین وېش به تر جدي څار لاندې ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د هند سفیر ردریندرا تندن افغانانو ته ډاډ ورکوي چې هېواد به یې د کرونا سره د مبارزې برخه کې دوی یوازې پرې نه ږدي.

د هند د سفیر له قوله، د هند له‌خوا د کورونا وایرس ضد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو.اېچ‌.او' منلي او هېواد یې په نړۍ کې د دې واکسینو تر ټولو لوی تولیدونکی دی.

په افغانستان کې د کورونا وایرس ضد واکسین د ورکړې لړۍ داسې مهال پیلېږي چې همدا اوس په دې ناروغۍ له ۵۵ زرو زیات کسان اخته شوي چې له دې شمېر ۲۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

په مشهورو مړو شوېو کې یو شمېر چارواکي، خبریالان او نور فعالان هم شامل دي چې له ډلې یې په اقتصادي او‌ سوداګریزو او د بې‌وزلۍ په راکمولو کې د جمهور رئیس ځانګړې استازی محمد یوسف غضنفر، د ننګرهار پخوانی والي سلیم کندوزی او مشهور لیکوال رهنورد زریاب یادولای شو.

خو خبریاله انیسه شهید لومړۍ مېرمن ده چې په افغانستان کې یې په رسمي ډول د هند له‌خوا مرسته شوي کرونا ضد واکسین پیچکاري کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG