د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو مرکز جوړ شوی


د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړېدو يې موخه ولس ته په خدمتونو کې د پوره اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.
د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړېدو يې موخه ولس ته په خدمتونو کې د پوره اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.

په پکتیا کې د اداري لګښتونو د کمښت، روڼوالي، د فساد د مخنیوي، د کارونو د اغېزمنتوب، له شته امکاناتو د ښې استفادې او د کارونو د چټکتیا په موخه د ښې حکومتوالۍ مرکز جوړ شوی.

د ښې حکومتولۍ د خدمتونو په دې مرکز کې Good Governance Serves Model (GSM) کې د ولایت له والي نیولې بیا د دفترونو تر ټیټ رتبه مامورینو پورې ټول په یو لوی سالون کې تر یو چتر لاندې کار کوي.

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړیدو څخه يې موخه ولس ته په خدمتونو کې د پوره اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي مشال راډیو ته په دې اړه وویل: "پکتیا ولایت د ښې حکومتوالۍ مرکز چې تر یو چتر لاندې نومیږي، په کار پیل وکړ او ټول مامورین زما او د معاون او رئیسانو په ګډون باندې دوی د ولس خدمت کې وي، ددې مرکزپه جوړیدو سره اداري مصارفات بیخي ډېر کمیږي، شفافیت راځي، د فساد مخه نیول کیږي، موثریت راځي، د موجوده امکاناتو څخه ښه ګټه پورته کیږي او د خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا رامنځته کیږي، چې دا د دې مرکز ګټې دي. "

د پکتیا اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه مرکز جوړېدل ګټور بولي او وایي چې د خدماتو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول پر دولت د خلکو باور زیاتوي.

د ګردیز ښار اوسېدونکی عبدالرحیم وايي، مخکې به یو کس لس ورځې خپل کار پسې یوه او بله اداره کې سرګردانه ګرځیده، خو د دې سیستم په فعالیدو سره اوس هغه کار په یو ساعت کې خلاصېږي.

د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي ابراهیم هم وايي، دوی به چې مخکې ډېر واړه کار پسې ګردیز ته راغلل، درې ورځې به يې کار نه خلاصیده، نو اوس دا ټول کار په نیم ساعت کې اجراء کیږي، خکه له کوچنی مامور نیولې بیا تر والي ټول یو ځای او تر یو چتر لاندې دلته موجود وي.

دوی وايي،د نورو دولتي ادارو لپاره دې هم دا ډول مرکزونه جوړ شي، تر څو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.
دوی وايي،د نورو دولتي ادارو لپاره دې هم دا ډول مرکزونه جوړ شي، تر څو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي بیا غواړي چې دغه مرکز کې د جوړ شوي سېستم د اهدافو او د چارواکو له ژمنو سره سم دې عمل وشي.

دوی زیاتوي، د نورو دولتي ادارو لپاره دې هم دا ډول مرکزونه جوړ شي، تر څو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

د نوموړې په وینا ښځې تهاڼو ته له تللو ويرېږي، خو د سوات په زياتره تهانو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي. نور حال د نیاز احمد خان په دې ویډیويي راپور کې.
ویډیو اېډېټ: ځلاند يوسفزی


د پکتیا د ولایتي شورا غړی جنت خان څمکنی وايي، که په ولایت کې ټولې ادارې یو ځای وي، چې نور ریاستونه يې نږدې نه وي، نو بیا هم خلکو لپاره پوره اسانتیاوې نه شي رامنخته کیدلی.

جنت خان څمکني وویل: "ما په تاشکند کې ۶ میاشتې تیرې کړې، یو ۲۲ منزله تعمیر وو، ټولو وزارتونو په دې یو تعمیر کې کار کولو، یانې خلکو ته مشکل نه وو، که زموږ ریاستونه هم ټول یو ځای راغونډ شي، کار یو ځای شروع کړي، دولتي خدمتونه وړاندې کړي، زه فکر کوم چې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم میسریږي. "

د ولایتي شورا بل غړی محمدالرحمان قادري وايي، دا باید په نوم او یا په رسنیو کې د تبلیغاتو په موخه د ښې حکومتوالی مرکز نه وي، بلکې خدمتونه دې خلکو ته محسوس او څرګند وي.

د ده په وینا، د مامورینو ژمنتیا مهمه ده، کله چې یو مامور په ټاکلي وخت راځي، په ټاکلي وخت رخصتیږي او په دې ځای کې د ولایت رهبري هم شتون ولري، نو د خلکو کار به په وخت خلاص شي.

دا چې دا مرکز به د فساد په مخنیوي کې څه رول ولري، په اړه يې محمدالرحمان قادري وویل:

"فساد دا هم دی، چې یو نفر د دولتي معاش او امکاناتو څخه استفاده کوي او دی په خپل وخت د خلکو او مراجعینو کار نه خلاصوي، دا په خپله یو فساد دی. "

د پکتیا مخکې په خوست او لوګر کې هم دا ډول مرکزونه جوړ شوي وو، چې بیا د کرونا وبا د خپریدو له کبله يې فعالیتونه ټکني شول او مامورین اړ شول، چې د روغتیاپالو د لارښوونو سره سم د ګڼه ګوڼې د مخنیوي لپاره خپلو پخوانیو دفترونو ته ولاړ شي.

مالومه به شي چې پکتیا کې د دغه نوي جوړ شوي مرکز فعالیتونه څومره دوام کوي او د خلکو رضایت به دوامداره وساتل شي او کنه؟

XS
SM
MD
LG