د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د کرېکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې


د دې سیالیو اوله لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرېکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي.
د دې سیالیو اوله لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرېکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي.

د فېبرورۍ پر ۱۸مه د خوست د کريکټ په ملي لوبغالي کې د ۸ ولایتونو د کرېکټ د دویمه درجه لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

یادو سیالیو کې چې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې ګډون لري، د ۸ نورو ولایتونو لوبې په ننګرهار کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو اوله لوبه د خوست او کندز ولایتونو د لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د دې ټولو لوبو په پای کې به ۴ نوې لوبډلې د کرېکټ اوله درجه لوبډلو قطار ته پورته شي.

خوست ته تر اوسه د کندز، بغلان او هلمند ولایتونو لوبډلې رسیدلي دي او تمه ده چې پاتې لوبډلې به هم په یوه یا دوه ورځو کې دې ولایت ته ورسیږي.

د خوست د پرمختیايي کرېکټ مدیر یعقوب تڼي مشال راډیو ته وویل، په دې سیالیو کې د افغانستان د داخلي کرېکټ د دویمه درجې ولایتونو سیالۍ په لاره اچول شوي دي، چې د خوست او کندز د B لوبډلو په لوبې سره رسماً پیل شوې.

د ده په وینا، چې په دې سیالیو کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبیږي، چې د ۸ ټيمونو سیالۍ په ننګرهار کې دي او د ۸ نورو لوبډلو لپاره دا لوبې په خوست کې جوړې شوې دي.

د خوست د کريکټ د B لوبډلې لوبغاړی ګوهر الرحمان په دې اړه، چې له دې لوبو يې څه هیلې دي وايي، د خوست په B لوبډله کې ښه لوبغاړي دي او دی باوری دی، چې د دوی لوبډله به اوله درجه ولایتي لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

د خوست یو بل لوبغاړی عابدالله تڼیوال وايي، خوست کې چې د کرېکټ ډېر لوبغاړي شته، دا ډول لوبې ورته ډېرې مهمې دي، تر څو د خوست دویم ټیم هم اول درجه لوبډلو ته لوړ شي.

دی په خوست کې د لوبغاړو د روزنې لپاره د لا زیاتو زمینو په برابرو ټېنګار کوی.

د کندز څخه راغلی لوبغاړی نعمت الله وايي، دویم ځل دی چې خوست ته راځي او خوشاله دی، چې د دویمه درجه لوبډلو په یو ورځنیو سیالیو کې لوبیږي.

دی هم دا لوبې ارزښتناکې بولي او وايي، که چیرې ويې ګټي نو د اول درجه ولایتي لوبډلو قطار ته به لاره پیدا کړي.

د کريکټ مسوولین وايي، د خوست او ننګرهار له دې لوبوڅخه غوره لوبغاړي انتخابیږي او هم څلور بریالي ټیمونه به لومړی درجې ولایتونو لوبډلې ته لاره پیدا کوي.

د دوی په وینا دا لوبې چې د فبروري پر ۱۸مه پیل شوې د مارچ تر ۲ یمې به دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG