د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان ولایت کې ډېری خلک د خوب پر ګولۍ روږدي دي: روغتیايي کارکوونکي


روغتیايي کارپوهان وايي، د خوب ګولۍ انسان د خولې، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي.
روغتیايي کارپوهان وايي، د خوب ګولۍ انسان د خولې، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي.

د روغتیايي کار کوونکو د معلوماتو پر اساس د خوب د ګولیو ډېر کارول زیات زیانونه لري.

روغتیايي کارپوهان وايي، د خوب ګولۍ انسان د خولې، پوزې او سږو په سرطان اخته کوي. ​

ارزګان کې روغتیا پالان وايي، دغه ولایت کې د جګړو له امله د هغو کسانو شمېر زیات شوی چې د خوب ګولۍ خوري.

۴۷ کلن محمد رسول د دې ولایت د ترینکوټ ښار په درملتونونو کې د خوب هغه ګولۍ لټوي چې تر ټولو قوي وي.

دی وايي، له تېرو پنځه کلونو راهیسې کله چې د ترینکوټ ښار شاوخوا سیمو کې جګړو زور واخېست او دی له خپلې سیمې بې ځایه شو، د خوب ګولیو ته يې مخه کړه.

محمد رسول زیاته کړه: "ماته به خلکو ویل چې د خوب ګولۍ خوره، اوس یې چې خورم اغېز نه راباندې کوي، اوس په قوي ګولیو پسې ګرځم، په کمزورو ګولیو مې خوب نه راځي، زه اوس خوښېږم چې داسې درمل پیدا کړم څورله دې ګولیو خلاص شم، ځکه ماته یې اوس تاوان رسولی."

عتیق الله د ترینکوټ ښار اړوند د شاه منصور د سیمې اوسېدونکی وايي، د خوب ګولیو روږدی کړی او په عصبي ناروغیو یې اخته کړی دی: "په کور کې مو جنجالونه زیات دي له ګولیو پرته ارام نه شم کولی، کورنۍ راسره په تکلیف کې ده."

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار
د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

په ترینکوټ ښار کې درملتون لرونکی حضرت الله همت وايي، هره ورځ ورڅخه ناروغان تر ډېره د خوب ګولۍ پیري: "ارزګان کې جګړې د دې لامل شوي چې خلک اوس د خوب په ګولیو روږدي شوي، د تېرو کلونو پر تله هغه کسان زیات دي چې د خوب ګولۍ پیري."

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر ضیاء الرحمان نیازي ازادي راډيو وویل چې د خوب ګولۍ تر ډېره هغه کسان خوري چې په رواني ناروغیو اخته وي.

نوموړی وايي، ولایتي روغتون ته هره ورځ تر ۳۰ زیات په رواني ناروغیو اخته کسان ورځي.

  • دا چې څنګه کولای شو د بې خوبۍ درملنه وکړو؟
  • د خوب له ګولیو ځان وژغورو؟

ډاکټر ضیاء الرحمان نیازی یې په اړه وايي: "لومړی، د ډاکټر له مشهورې پرته باید هېڅکله ناروغ د خوب درمل ونه کاروي. دوهم، ځینې عادتونه دي چې ناروغ باید په هغه کې بدلون راولي، د بېلګې په ډول:

  • د ورځې خوب دې نه کوي او هغه دې شپې کوي.
  • د خوب خونه کې باید روښنايي نه وي.
  • د خونې د تودوخي درجه باید نورمال وي.
  • ورزش باید په کافي اندازه وکړي.

که د پورته کارونو په کولو سره بیا هم ناروغ ته خوب نه ورځي، نو ځان دې بوخت وساتي."

ډاکټر ضیاء الرحمان نیازی وايي، په رواني ناروغیو له اخته ناروغ سره د کورنۍ مرسته هم په درملنه کې زیاته مرسته کولای شي.

نوموړی زیاتوي، کورنۍ باید په ناروغ ملنډې ونه وهي او ناروغ ته روحي تقویه ورکړي، په کورني کارونو کې برخه ورکړي او که په کور کې له ستونزو سره مخامخ وي، هغه ستونزه باید ورته حل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG