د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار نوي امنیه قوماندان په کار پیل وکړ


نوي امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، په ټولو توان سره به هڅه وکړي چې د ښې همغږۍ په رامنځته کولو او د ولس په مرسته په دې ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته کړي.
نوي امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، په ټولو توان سره به هڅه وکړي چې د ښې همغږۍ په رامنځته کولو او د ولس په مرسته په دې ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته کړي.

د فبرورۍ پر ۱۳مه د ننګرهار نوي امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت مسوولینو، مخورو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماٌ یې دنده پیل کړه.

په دې غونډه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د مخکيني امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د تر سره کړيو هڅو ستاينه وکړه او نوي امنیه قوماندان ته یې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو، د قانون حاکمیت، د فساد د مخنیوي او مسلکي چلند سپارښتنې وکړې.

ښي اړخ ته افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع او کین اړخ ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل
ښي اړخ ته افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع او کین اړخ ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

نوموړي زیاته کړه: "د ننګرهار سياسيون او ولسونه ټول د نظام تر څنګ ولاړ دي او امن غواړي. موږ بايد په ګډه د دوی د امنيت د تامين ترڅنګ د هر ډول غير قانوني کړنو او جرمونو مخه ونيسو."

د ولايتي شورا په استازيتوب اجمل عمر وويل، هغه څوک چې ښه دنده پرمخ وړي بايد مکافات شي او له نوي امنيه قوماندان څخه يې غوښتنه وکړه چې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په پام سره د يوې برنامې له مخې په دې ولايت کې بشپړ امنيت رامنځته کړي.

په غونډه کې د مدني ټولنو په استازيتوب نور اغا ځواک له نوي امنيه قوماندان څخه د قانون په حاکميت، د عدالت تامين او د نشه يي توکو په مخنيوي کې د اقداماتو غوښتنې ترڅنګ په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوي امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، په ټولو توان سره به هڅه وکړي چې د ښې همغږۍ په رامنځته کولو او د ولس په مرسته په دې ولايت کې ډاډمن امنيت رامنځته کړي.

همت ژمنه وکړه چې د پولیسو په ليکو کې به له فساد پاک کسان پر دنده وګماري او د ننګرهار له ولس يې غوښتنه وکړه چې د امنيت تامين، فساد او جرمونو په مخنيوي کې ور سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG