په اسلام اباد کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو د ورغليو سرکاري ملازمینو پرلت دوام لري.
دغه ملازمين غوښتنه کوي چې په هېواد کې ګراني ډېره زیاته شوې نو باید حکومت یې تنخاګانې په همدې تناسب سره زياتې کړي.
د پاکستان له وفاقي وزيرانو سره د مذاکراتو تر ناکامېدو وروسته دوی د فېبرورۍ پر ۱۰مه د پارلېمان د ودانۍ پر لور د تګ هڅه کوله چې پوليسو په کوتکونو ووهل او د هغوی د مخنيوي لپاره يې اوښکې بهوونکی ګيس وکاراوه.
په غبرګون کې مظاهرچيانو پر پوليسو د کاڼو ګوزارونه وکړل.
د بېلا بېلو محکمو سرکاري ملازمين وايي، تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي چې غوښتنې يې نه وي منل شوي.
بل پلو د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د فېبرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې له ځینو نورو وزيرانو سره يوځای يوې خبرې غونډې ته وويل چې حکومت له مظاهرچيانو سره خبرو کولو ته تیار دی خو ځينې محدوديتونه لري نو مظاهرچيان دې د خپلو غوښتنو پوره کېدو ته تر جون مياشتې پورې انتظار وکړي.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.