د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په شمل کې د اوبو کانال جوړولو کار پیل شو


یادې پروژې ته سیمه وال خوشاله دي او هیله څرګندوي چې د دې ویالې او سربند په جوړیدو سره به د خلکو او بزګرانو په ژوند کې ښه والۍ راشي.
یادې پروژې ته سیمه وال خوشاله دي او هیله څرګندوي چې د دې ویالې او سربند په جوړیدو سره به د خلکو او بزګرانو په ژوند کې ښه والۍ راشي.

د خوست مرکز اړوند د شمل په سیمه کې د رسول محمد کلي د اوبو د سربند کانال او د خوړ د غاړو د پخولو کار د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.

یاد کانال څخه چې له ۳ زره جریبه ډېره ځمکه خړوبېږي او د دې کانال په مسیر کې به درې پخواني اوبیزې ژرندې هم فعالې شي، کارونه به يې د اتو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.

د فبرورۍ پر شپږمه د کار په پیل ځای کې د خوست د شمل خرم د فرعي حوزې رئیس انجینر ذین الله نسیمي مشال راډیو ته وویل، د دې کانال هدف دادی چې د خوړ هغه اوبه چې لاندې بهیږي، د کانال لوري ته مسیر ورکړای شي:

"د رسول محمد کلي د تحکیم سواحل پروژو د بنسټ ډبره کېښودل کېږي، ددغې پروژې قرارداد د اوبو د تنظیم د ملي ادارې له یوې موسسې سره شوی او دا پروژه به د اتو میاشتو په موده کې بشپړېږي، په دې پروژه تقریباً ۵۱ میلیونه افغانۍ مصارف راځي، هدف يې دادی د خوړ اوبه کومې چې لاندې ځي، دې ته باید د کانال لوري ته مسیر ورکړای شي، په دې سره به تقریباً درې زره جریبه ځمکه خړوبېږي، چې کروندګرو ته به يې ډېره ګټه ورسېږي."

یادې پروژې ته سیمه وال خوشاله دي او هیله څرګندوي چې د دې ویالې او سربند په جوړیدو سره به د خلکو او بزګرانو په ژوند کې ښه والۍ راشي.

د شمل د سیمې اوسېدونکی عرفان وايي، ددې سربند لاندې د رسول محمد کلي، لنډي کلي، شموڼې کلي او نذر کلي په ګډون یو شمېر کلي او د لټکو پورې سیمې پرتې دي.

نوموړي زیاته کړه، د ځمکو د اوبولو سربیره ددې ویالې په مسیر کې درې دانې سل کلنې ژرندې دي، چې هغه به بیرته فعالې شي او نږدې کلیو ته به یوه اندازه بريښنا هم تولید کړي.

د شمل د قوم اوسیدونکی حاجي وارک بیا وايي، تر اوسه چې دا سربند خام دی، نو ځینو بزګرانو ته هغه تاوان چې د سیلابونو د راوتلو په وخت کې د سربند په تړلو باندې کېده، هغه یې هم نه شي پوره کولی.

ده وویل، دې ویالې ته تقریباً څلورنیم کیلومتره سیمه ورلاندې ده، چې په مسیر کې يې بېلابېل کلي او قومونه اوسېږي او دې ټولو کلیو او قومونو ته يې جدا-جدا ګټه رسېږي.

د پروژو د پلي کیدو په اړه نه یوازې مسوولې ادارې بلکې خلکو سره تر یوې کچې انديښنې موجودې وي.

د مرکز د موڼۍ اوسېدونکی امیر محمد له قراردادي شرکت غوښتنه وکړه، چې د پروژې کارونه د قرارداد له اصولو سره برابرې او با کیفیته ترسره کړي.

ده چې د حاجي رسول محمد کلي پخوانی اوبیزې ژرندې لیدلي، بیرته فعالیدو ته يې خوشاله دی اووايي، چې تر ماشینې ژرندو د اوبو ژرندو د اوړو مړی او ګډلی خوږ وي.

خوست چې موسمي شړکنده بارانونه لري او له کبله يې تیز او لوی خوړونه راوځي، له ځانه سره خام سربندونه ویجاړوي او نه یوازې د خوړونو نېږدې شنه فصلونه له منځه وړي، بلکې ځمکې هم ورسره تخربیږي.

XS
SM
MD
LG