د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګردېز د ناامنیو سیمو زده کوونکو لپاره د زده کړې او استوګنې مرکز


د پکتیا د ناامنو او لیرې پرتو سیمو تکړه زده کوونکو ته چې هلته د ښوونیز بهیر کیفیت ښه نه دی، دوی ته په مرکز ګردېز کې د استوګنې او زده کړو زمینه برابره شوه.

د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کیږي، چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی.

بل لوري ته د پکتیا د اطرافي سیمو زده کوونکي په مرکز ګردیز کې د لیلیې جوړیدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي، چې دې ځای کې به ممتاز او مستحق زده کوونکي جذب شي.

د انور په نوم د زرمت ولسوالۍ یو ځوان چې په مرکز ګردیز کې زده کړې کوي وايي، زرمت د نا امنو سیمو څخه ده او د مرکز په شان د زده کړو فرصتونه په کې نشته.

نوموړی زیاتوي، دا لیلیه دوی لپاره یو ښه چانس دی، خو په دې شرط چې د اطرافو له زده کوونکو پرته نور کسان په کې شامل نه شي.

د نورالله په نوم د یوې بلې اطرافي سیمې زده کوونکی هم په مرکز کې د لیلیې جوړولو ته خوښي څرګندوي او وايي، په دې لیلیه کې به د لیرو پرتو سیمو ممتازو زده کوونکو ته دا زمینه برابره شي، چې هر وخت ښه مطالعه وکړي او د ښار په زده کوونکو پسې ځانونه ورسوي.

"په ځینو قومونو او ولسوالیو کې د قومي تړونونو له مخې خپلې نجونې زده کړو ته تیارې کړې او هغوی تعلیم ته مخه کړې، نو غوښتنه مو داده لکه څرنګه چې نارینه وو ته د زده کړو او ودانیو په برخه کې د پوهنې وزارت لخوا خدمات وړاندې کیږي، په همدې ډول په کار ده چې نجونو ته هم خاصه توجه وشي."

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي بیا له حکومت وغوښتل، چې د نارینه وو په شان ښځینه وو ته هم د زده کړې وړ شرایط برابر کړي.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي بیا له حکومت وغوښتل، چې د نارینه وو په شان ښځینه وو ته هم د زده کړې وړ شرایط برابر کړي.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي، چې د مرکز ګردیز په ببرک خان ځدارن لیسه کې دا لیلیه د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د دوه کلونو په موده کې د ۴۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو پوړونو کې جوړه شوې ده.

ده زیاته کړه، یاده لیلیه ۷۲ خونې لري، چې هره خونه کې به ۴ زده کوونکي اوسیږي او په راتلونکې کې دلته د زده کوونکو لپاره د طعام خوري جوړیدل هم په پلان کې دي.

کوچي ځاځي وویل: "په هغه نا امنو یا هغو ولسوالیو کې چې ښوونیز خدمات په کې با کیفیته نه دي، د هغوی زده کوونکي به پدې لیلیه کې اوسیږي او په ښاري لیسو کې به زده کړې کوي، دوی به څه موده وروسته لوړو زده کړو ته لار پیدا کوي او له تحصیل وروسته به د ښوونکو په توګه ګمارل کیږي."

په پکتیا کې د رغنیزو پروژ قراردادي شرکتونه بیا د ترسره شویو کارونو د پیسو په اجراء کې د ځنډ څخه شکایت کوي.

محمدالله چې ودانیز شرکت يې د لیلیې وداني جوړه کړې، وايي، دوی ته په تېرو دوه کلونو کې د ودانۍ د ټول لګښت ۱۷ سلنه پیسې ورکړل شوي او ۸۳ سلنه پیسې په حکومت پاتې دي.

بلخوا د پکتیا والي محمدحلیم فدايي د قراردادي شرکتونو ستونزه پر ځای بولي او وايي، د بودجې د منظورۍ وروسته به ودانیزو شرکتونو ته د قرارداد مطابق پیسې ورکړل شي:

"د قرار داد مطابق د افغانستان حکومت به دوی ته حتماً چې څومره مصارفات دي هغه به ورته اجراء کوي، دا يې په حکومت حق دی، ورسره قرارداد شوی، کار يې بشپړ کړی دی، اما په بودجه کې تاخیر او نه منظوري طبعي ده چې دا پروسه يې لږ ځنډنۍ کړې ده."

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ښار جوړولو او پوهنې وزارت لخوا په دې ولایت کې د ۷۶ ښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړولو کار روان دی، چې د دې ودانیو کمه بیه ۵ لکه ډالر او زیات قیمت يې تر سل میلیونه افغانیو پورې دی، چې د کمپلیکس په ډول به جوړیږي او د سیمې د هېوادونو د ښوونځیو د ښو ودانیو سره به سیالي کولای شي.

د پکتیا د چارواکو په وینا د ښار جوړونې، د پوهنې وزارت او د کلیو پراختیا وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو درې پکیجونه موجود دي او که چیرې د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه پلي شي، نو په پکتیا کې به د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.

XS
SM
MD
LG