د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د فېبرورۍ له لومړۍ نېټې د کورونا وایرس واکسین ورکولو وړيا کمپاين پيلوي


د پاکستان حکومت وايي، د کورونا وایرس ستنې به ولس ته وړیا لګول کېږي.
د پاکستان حکومت وايي، د کورونا وایرس ستنې به ولس ته وړیا لګول کېږي.

د پاکستان حکومت وایي، د فېبرورۍ لومړۍ نېټې څخه په هېواد کې د کورونا وایرس واکسینو ورکولو کمپاين پیلوي.

د پاکستان حکومت وایي، چینایي کمپنۍ ساینو فام د پنځه لکه واکسینو ورکولو ژمنه ورسره کړې ده چې لومړنی خوراک به یې د جنورۍ پر ۳۱مه دغه هېواد ته ورسېږي او پر دې سربېره به له یوې بلې چینایي کمپنۍ هم د کورونا وایرس واکسین تر لاسه کوي.

له دې وړاندې په روانه میاشت کې د پاکستان حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره په بېړني ډول د روسي واکسينو "سپوتنيک پينځه" د استعمال منظوري هم ورکړې وه.

د وزیر اعظم روغتیایي چارو سلاکار ډاکټر فيصل سلطان د فېبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وویل چې دا وخت یې له دوو کمپنیو سره د واکسینو ترلاسه کولو په اړه خبرې شوي دي.

نوموړي وايي: "ساینو فارم او کېنساینو له کمپنیو سره مو پر واکسینو خبرې په وروستي پړاو کې دي. په دې کې د ساینو فارم کمپنۍ واکسین پينځه لکه خوراکه موږ ته د جنورۍ پر ۳۱مه را رسيږي. دا واکسین په عرب هېوادونو کې هم استعمالېږي چې د کورونا وایرس خلاف له ۸۰ څخه تر ۸۵ فیصده افادیت لري. دویم واکسین کېنساینو دی، که د دې نتیجې ښې راوځي نو ۲۰ میلیونه خوراکونه به یې له چینه راغواړو."

ډاکټر فيصل سلطان دا هم وویل چې تر مارچ ۳۱مې پورې به دوی ۱۰ لکه واکسينه ورکوي او پر دې سربېره یې له بريتانیې او روس سره هم د واکسینو په ترلاسه کولو خبرې شوي دي.

بلخوا د سيند صوبايي حکومت د فېبرورۍ درېیمې نېټې څخه د صوبې په ۱۰ ضلعو کې د کورونا وایرس واکسین ورکول پیلوي.

د سيند د اطلاعاتو وزیر سید ناصر حسېن شاه د جنورۍ پر ۲۹مه یوې خبري غونډې ته وویل، په لومړي پړاو کې به دوی د صوبې یو لک او ۷۰ زرو روغتيايي کارکوونکو ته د کورونا واکسین ورکوي او له هغه وروسته به یې عام ولس ته ورکوي.

د پاکستان حکومت ویلي، د کورونا وایرس ستنې به ولس ته وړیا لګول کېږي.

د هېواد کورونا وبا مخنيوي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سينټر "اېن سي او سي" ویلي، په دې لړ کې د اړوندو چارواکو، د ډاکټرانو او د صحت له کارپوهانو سره تر خبرو وروسته د دغه واکسین لګولو لپاره ولس ته پر اووه خبرو د عمل کولو اړتيا ده.

۱- یو تن باید تر ټولو لومړی له خپل موبايل ټېليفونه د خپل قامي شناختي کارډ نمبر په یو پېغام یا مېسېج کې د روغتيا مرستندويه ټېليفوني شمېرې "هېلپ لاین" ۱۱۶۶ ته ولېږي چې د خپل واکسین رجسټرېشن وکړي.

۲-له دې وروسته به دغه تن ته د واکسين لګولو یو کوډ یا نمبر او د مرکز پته په مېسېج کې ولېږل شي. دا تن کولای شي چې په دغه مرکز کې د کورونا ستن ولګوي.

۳-که چېري د واکسین لګولو مرکز پته له دغه تنه ليرې وي نو هغه یې د واکسینو د قامي نظم ادارې (NIMS) پر وېبپاڼه بدلولای شي او یا د مېسج ترلاسه کولو په پينځو ورځو کې دننه د خپلې پتې بدلولو لپاره ۱۱۶۶ ته ټېليفون کولای شي.

۴- کله چې دغه مرکز ته واکسین تر لاسه شي نو دوی به د یو پيغام یا "اېس اېم اېس" له لارې خلکو ته د واکسین لګولو ورځ او وخت وښیي.

۵-پر ښودل شوې ورځ به دغه تن د خپل قامي شناختي کارډ او د ۱۱۶۶ لخوا د لېږل شوي کوډ یا نمبر سره د واکسین لګولو مرکز ته پر وخت ورځي.

۶- د واکسین لګولو د مرکز عمله به د شناختي کارډ او د واکسین تصدیق نمبر ګوري.

۷-له کامیابه تصدیق وروسته به یو تن ته په دغه مرکز کې د کورونا وایرس ستن لګول کېږي. د مرکز کارکوونکي به ستنو لګولو قامي نظم ادارې "NIMS" پر وېبپاڼه د یو تن ستنې لګولو معلومات درجوي چې په "اېس اېم اېس" کې به معلومات دغه تن ته هم ولېږل شي.له ستنې لګولو وروسته به یو تن د احتياط په توګه په دغه مرکز کې ۳۰ منټه وخت تېروي.

۸-د ستنو لګولو ټول معلومات به پخپله وفاقي او صوبایي حکومتونو ته ځي.

بلخوا د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د جنورۍ پر ۲۷مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې د واکسین ورکولو لپاره به په هېواد کې په سلګونه مرکزونه جوړوي او تر ټولو لومړی به ډاکټرانو او د روغتيا کارکوونکو ته د کورونا وایرس خلاف ستنې لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG