د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن د ماین یوې چاودنې یو تن وژلی او دوه نور یې ټپي کړي دي.
چاودنه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل د کمیشن د مشر عبدالله دوراني پر موټر شوې ده.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې عبدالله دورانی او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز مشال راډیو ته وویل چې د کابل د اتمې ناحیې په اړوند شاه شهید سیمه کې یو لنډ کروزر موټر د ماین چاودنې هدف ګرځیدلی دی.
ده وویل، " له بده مرغه درې عام وګړي ټپيان او روغتون ته انتقال شوي دي. د کابل ګډه امنیتي ډله د دې پېښې پلټنې کوي."
چا د دې ماین چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
افغان او امریکايي چارواکي د دې ماین چاودنو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې طالبان دې د سولې لپاره له داسې هدفي وژنو او مقناطیسي ماین چاودنو لاس واخلي.
طالبانو اکثر په دې چاودنو کې لاس لرل رد کړي.