د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سویل ختیځ زون لسګونو نجونو او ځوانانو روغتیايي زده کړې وکړې


دغه کسان چې په یادو برخو کې یې ۲ کلنې زده کړې کړي، غوښتنه کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې ورته د کار زمینه برابره شي.
دغه کسان چې په یادو برخو کې یې ۲ کلنې زده کړې کړي، غوښتنه کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې ورته د کار زمینه برابره شي.

د جنورۍ پر ۱۸مه په پکتیا کې د سویل ختځ زون د څلورو ولایتونو لسګونه ښځې او نارینه د دوه کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د فارمسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول.

مسوولین وايي، چې د دې نویو فارغانو په ګمارنې سره به د سویل ختیځو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې څه نا څه د روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.

یاده برنامه چې د ناروې هېواد په مالي او تخنیکي همکارۍ پرمخ بیول کېږي، مسوولین يې وايي، چې هڅه کوي، په نویو دورو کې تر دې زیاتو ښځو او نارینه وو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

شکېبا د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکې ده، چې د پکتیا د روغتیایي علومو د انسټیټوت په لابراتوار برخه کې يې دوه کلنې زده کړې وکړې او له خپلو نورو ټولګیوالو سره يې د خپل فراغت مراسم ولمانځل.

شکېبا وايي، د پکتیا په لېرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره ښځینه ډاکټرانې په نشت حساب دي، نو له همدې امله يې وپتیله، چې د روغتیا په برخه کې زده کړې وکړي او هغه ښځو ته د روغتیایي خدماتو په رسولو کې مرسته وکړي چې دا مهال د ښځینه لخوا له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

شکېبا له فارمسۍ او لابراتوار سربیره په نورو طبي برخو کې هم ښځو لپاره زده کړې اړینې ګڼي.

په پکتیا کې دا مهال د ۲ ښځینه متخصصینو او ۵ معالجو ډاکټرانو په ګډون شاوخوا سل ښځینه روغتیايي کارکوونکې په فعالیت بوختې دي.

د ناروېژن مؤسسې په مالي مرسته د پکتیا د روغتیايي علومو له انسټیټیوټ څخه دا ځل د سویل ختیځ زون د ۴ ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ۵۹ کسان د لابراتوار او فارمسۍ له برخو فارغ شول.

دغه کسان چې په یادو برخو کې یې ۲ کلنې زده کړې کړي، غوښتنه کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې ورته د کار زمینه برابره شي.

د غزني ولایت اوسېدونکی نقیب الله مبارز چې د فارمسي په برخه کې يې مسلکي زده کړې کړي وايي، دوی ته تر نورو ځایونو د زده کړو مناسب شرایط او د ټکنالوژۍ اسانتیاوې برابرې شوې وې.

دی زیاتوي، چې په افغانستان کې د مسلکي کسانو کمښت دی او په دا ډول پروګرامونو سره دا تشه ډکیدلی شي.

د ده په وینا، په اوس وخت غیر حرفوي کسان په دې برخه کې کار کوي، نو بایده دي چې مسلکي کسانو په روزلو سره کار اهل کار ته وسپارل شي.

مسوولین وايي، چې هڅه کوي، په نویو دورو کې تر دې زیاتو ښځو او نارینه وو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
مسوولین وايي، چې هڅه کوي، په نویو دورو کې تر دې زیاتو ښځو او نارینه وو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د روغتیایي زده کړو له مرکزه فارغ شوي کسان به هرې ولسوالۍ ته د اړتیا له مخې ولېږي تر څو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ولایت خان احمدزی وویل:

"نن ورځ له همدې ځایه ۵۹ نفره د څلورو ولایتونو په سطحه چې پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ول فارغ شول او په دې انسټیټوت کې يې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې، نو په مرکز، ولسوالیو او اطرافو کې کوم ځای چې بستونه خالي وي، دوی به هلته تعینېږي او د فارمسي او لابراتوار په برخه کې به خدمات وړاندې کوي، دا انسټیټوټ د زون په کچه فعالیت لري او تر دې وروسته به نوې بله دوره جذبوي او دا پروسه به جریان لري."

د احمدزي په وینا، چې د ناروې کمیټې ورسره ژمنه کړې، چې دا پروګرام به نور هم تقویه کوي او هره دوره کې به تر دې زیات کسان نیسي او زده کړې به ورکوي.

سره له دې چې په ټوله کې افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته پوره لاسرسۍ نه لري او هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ځي، خو دا ستونزې بیا د سویل ختیز زون په یادو څلورو ولایتونو کې ډېرې دي.

په دې ولایتونو کې ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې له ښارونو د باندې سیمو او ولسوالیو کې د کلتوري محدودیتونو او امنیتي ګواښونو له کبله خدمت ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG