د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست-غلام خان لاره پر دویمه ورځ هم بنده ده



ډریورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي تر څو په لاره موټر تګ او راتګ ونه کړای شي.
ډریورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي تر څو په لاره موټر تګ او راتګ ونه کړای شي.

د خوست-غلام خان لار چې د باروړونکو موټرو د ډریورانو او ترانسپورټي اتحادیو لخوا تېره ورځ تړل شوې، نن د سېشنبې په ورځ هم تړلې ده.

ډرایوران او د ترانسپورټي اتحادیو چارواکي د لارې تړلو لامل بې نظمي او بې نوبتي ښيي او زوراکي له نوبت پرته هره ورځ موټر بیايي، خو ځینې ډرایوران بیا خپل نوبت ته په اونیو-اونیو انتظار باسي.

احتجاجیان زیاتوي، چې د غلام خان لارې د ترانزیټ کیدو بهیر دې هم چټک شي.

ډرایورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او په یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي چې نور ګاډي تګ او راتګ ونه کړای شي.

د ډرایورانو د اتحاديې مشر سردار خان ځدارڼ مشال راډيو ته وویل: "دغه لاره مو د ډرایورانو د حقونو په خاطر بنده کړې ده، ځکه ځینې زورواکي راځي خپل موټر په زور او بې نمبره بیايي، موږ له چارواکو سره خبرې کړي، خو تر اوسه چا ورته غوږ نه دی ایښی، نو مجبور شو، چې لاره بنده کړو چې غږ مو واوري."

سردار خان ځدراڼ زیاته کړه، د دوی بله غوښتنه ددې لارې د ترانزیټ د مراحلو بشپړول دي.

د خوستیو سوداګرو د اتحادیې مرستیال انور افغان هم وايي، چې څو ورځې مخکې هم ډرایورانو دا لاره د نیمې ورځې لپاره بنده کړې وه، خو چارواکو ورسره ژمنه وکړه، چې په لاره کې به نظم او انصاف پلی کېږي.

د ده په وینا کله چې چارواکي په خپلو ژمنو ونه دریدل، دوی مجبور شول، چې لاریون وکړي او لار وتړي.

انور افغان زیاته کړه، وړمه شپه هم ۱۵-۱۴ لارې همداسې بې نوبته او په زور وتلي دي، نو پښتنو کې دا متل چې ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.

انور افغان وویل، دا ډریوران هم کورنۍ او اولادونه لري، دوی په میاشت کې یوه پیره نشي کولی، ځینې خلک په ورځ کې یوه پیره کوي، چې دا ډول بې عدالتي او ظلم دوی ته د منلو وړ نه دی.

اعتراض کووونکي ډریوران زیاتوي، چې د غلام خان لارې د ترانیټ کیدو بهیر دې هم چټک شي.
اعتراض کووونکي ډریوران زیاتوي، چې د غلام خان لارې د ترانیټ کیدو بهیر دې هم چټک شي.

یو بل ډرایور وزیر هم غوښتنه کوي، چې دلته دې نظم جوړ شي، په دې ځای کې دې څوک بدماشۍ او سرکشۍ نه کوي، هره ورځ موټر په زور او په غلا تېرېږي، حکومت يې د بندولو ژمنې کوي، خو تر اوسه يې مخنیوی نه دی کړی.

ده هم له ځايي ادارې په کلکه وغوښتل، چې ددې حالت مخه ونیسي، له هغې پرته به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

وموغوښتل، په دې اړه د ترانسپورټ د ځايي رئیس نظر واخلو، خو هغه له دې موضوع نا خبري ښيي او وايي، دی به سیمې ته ورشي او موضوع او ستونزه به وڅيړي او وروسته به له رسنیو سره خپل نظر شریک کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې ده د خپل مسوولیت په چوکاټ کې اجرات کړي، خو ځینې نور خلک په کې مداخلې کوي.

بل لوري د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل وايي، غلام خان بندر د دواړو خواوو لپاره سټراتيژيکه لاره ده او په ولایتي کچه دې لپاره پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې او اماده دي چې په دې لاره ترانزیټي فعالیتونه پیل شي.

ده د ډریورانو لخوا د لارې د تړل کیدو په باب له ډریورانو او ترانسپورټي اتحادیو وغوښتل، چې د تګ راتګ عمومي قوانین په ځانونو پلي کړي.

طالب منګل وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې ددې لارې په اوږدو کې ډریورانو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

غلام خان لاره چې کراچۍ بندر ته د نورو لارو په پرتله کابل ته خواوشا ۴ سوه کیلومتره نږدې ده، د دې سیمې د دواړو لورو خلکو يې په پرلپسې توګه د ترانزیټ غوښتنې کړې دي.

که څه هم اوس دواړو لورو حکومتونو دې کار لپاره تیاری څرګند کړی او په دواړو خواوو کې يې تاسیسات جوړ کړي، خو مالومه شي، چې دا لاره کله عملاً ترانزیټي کیږي.

XS
SM
MD
LG