د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ډاکټران وايي، د کورونا واکسین لپاره حکومتي‌ګامونه ټکڼي دي 


د پاکستان د روغتيا وزارت وياند ساجد حسين وايي چې حکومت به له ژمنې سره سم تر ټولو اول ډاکټرانو او طبي عملې ته د کورونا وايرس ضد واکسين ورکوي.
د پاکستان د روغتيا وزارت وياند ساجد حسين وايي چې حکومت به له ژمنې سره سم تر ټولو اول ډاکټرانو او طبي عملې ته د کورونا وايرس ضد واکسين ورکوي.

د پاکستان ډاکټرانو د کورونا وايرس واکسين په ترلاسه کولو کې حکومتي ګامونه ورو بللي او غوښتنه يې کړې چې ډاکټرانو ته دې ژر تر ژر د واکسين لګولو بندوبست وشي.

دوی دا غوښتنه تر هغې يوه ورځ وروسته کړې چې د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه د پاکستان د دوايانو ادارې پاکستان ډرګ رېګولېټري اتارټي (ډرېپ) د استرازينيکا کمپنۍ واکسين په بېړني حالاتو کې د لګولو منظوري ورکړه.

په نړۍ کې ډاکټران او نور طبي کارکوونکي د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړۍ مورچې مبارزين بلل کېږي او د علاج پر مهال په سلګونو ورڅخه مړه شوي هم دي.

په پاکستان کې هم د ډاکټرانو اتحاديې وايي چې د تېرکال مارچ مياشتې راهيسې کورونا وايرس يوشمېر ډاکټران وژلي دي چې تازه پېښه يې د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه د اسلام اباد پېمز هسپتال ډپټي ډايرېکټر ډاکټر منظور احمد مړينه ده.

د اسلام اباد د ځوان ډاکټرانو مشر ډاکټر فيض خان اڅکزي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت له خوا د واکسين ترلاسه کولو کې سستي د هغو ډاکټرانو ژوند له نور خطر سره مخامخ کړی دی چې د کورونا په وارډونو کې کار کوي.

هغه زياته کړه چې دا وخت د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې حکومتونه لګيا دي ډاکټران او طبي عملې ته د کورونا وايرس مخنيوي واکسينونه ورکوي خو د پاکستان حکومت په دې کې ځنډ کوي.

د ځوان ډاکټرانو سازمان پخوانی مشر ډاکټر فضل ربي هم د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وويل چې د يو عام کس په مقابل کې ډاکټران څو چنده د کورونا وايرس لګېدو له خطر سره مخامخ دي.

هغه وويل چې هغه ډاکټران چې د کورونا ناروغانو علاجونه کوي د هغوي بدن ته د وايرس په ګڼ شمېر کې د ننوتو امکان وي او د لګېدو په صورت کې د ناروغۍ شدت هم زيات وي.

ډاکټر فضل ربي هم د حکومت د واکسين پر تګلاره نيوکه کوي او وېره لري چې که ترلاسه هم شول نو د ده په وينا ښايي اول د ډاکټرانو پر ضد حکومتي چارواکيو ته پکې لومړيتوب ورکړل شي.

خو د پاکستان د روغتيا وزارت وياند ساجد حسين بیا د ډاکټرانو اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې حکومت به له ژمنې سره سم تر ټولو اول ډاکټرانو او طبي عملې ته د کورونا وايرس ضد واکسين ورکوي.

د واکسينونو په ترلاسه کولو کې د ځنډ په اړه هغه وويل چې پکې هيڅ ځنډ نه کېږي بلکې دوی وار له مخه د اسټرازينيکا کمپنۍ واکسين ته منظوري ورکړې ده او له ځينو نورو کمپنيانو سره يې هم خبرې روانې دي.

ساجد حسين زياته کړه چې واکسين انسانانو ته ورلګېږي نو ځکه په ډېر احتياط سره د دې جاج اخيستل کېږي او بل داچې د دې د کره والي او توليد خبره هم ده.

هغه وويل چې حکومت ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱م کال په لومړيو درې مياشتو کې به د واکسين لګولو لړۍ پيل شي نو د ده په خبره دوی به دا وعده پوره کوي او لومړۍ به يې طبي عملې، بيا به تر ۶۰ کلونو زيات عمر لرونکيو کسانو او وروسته ته به يې نورو خلکو ته ورلګوي.

د ډاکټرانو اندېشنې او د حکومت له خوا د لومړي واکسين منظوري په داسې وخت کې ورکول شوې چې په پاکستان کې د کورونا وايرس دويمې څپې د جنورۍ پر ۱۶مې او ۱۷مې په منځ کې تر دوه نيم زره زيات کسان ځپلي او ۴۳ کسان وژلي دي.

په دې هېواد کې د جنورۍ تر ۱۷مې نيټې پورې په مجموعي توګه تر پنځه لاکه ۱۹ زره ژیات کسان په کورونا وايرس اخته شوي، ۱۰ زره ۹۵۱ ورڅخه مړه شوي خو تر څلور لاکه ۷۳ زره زيات کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG