د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې سترې محکمې دوې قاضیانې وژل شوې دي‌


دفي وژنې په افغانستان په تېره په کابل ښار کې په دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو بلل شوې ده.
دفي وژنې په افغانستان په تېره په کابل ښار کې په دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو بلل شوې ده.

د افغانستان په پلازمنه کابل کې د جنورۍ پر ۱۷مه د وسله والو په ډزو کې دوې قاضیانې وژل شوې او یو بل تن تپي شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۷مه د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د سترې محکمې دوه تنه کار کوونکې د نامعلوم وسله والو په ډزو وژل شوې دي.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم مشال راډیو ته پخلی وکړ چې وژل شوې دواړه مېرمنې د سترې محکمې قاضیانې دي.

د ده په وینا، په دې پېښه کې د هغوی د موټر چلوونکی ټپي شوی دی. چا تر اوسه د دې زمه واري نده منلې.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي چې :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."

ولسمشر اشرف غني ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

هدفي وژنې په افغانستان په تېره په کابل ښار کې په دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو بلل شوې ده.

په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او د ښځو د حقوقو فعالانې وژل شوي دي.

بل پلو د لغمان چارواکي وایي، د جنوري پر ۱۶ نېټه ناوخته د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ په نظرمحمد خېلو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې برید د یو مهم قومندان په ګډون پینځه وسله وال طالبان وژلي دي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول اسدالله دولتزي د جنورۍ پر ۱۷مه رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې عامو وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبان د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه د هدفي وژنو تور پر طالبانو پورې کوي‌ خو هغوی د ځینو بریدونو زمه واري ومني او د ځینو هغه نه مني.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، که طالبان سوله ونه کړي او جګړه روانه وساتي، دوی یې د ځپلو لپاره نورې لارې هم لري.

دې وزارت په یو خبرپاڼه کې لیکلي چې مسعود اندرابي دا څرګندونې د افغانستان له یو شمېر پخوانیو جنرالانو او سیاسي شنونکو سره په لیدنه کې کړي.

خبرپاڼې د اندرابي له خولې زیاته کړې چې طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي او غواړي له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتو سره سم، جګړه زیاته کړي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې په دې لیدنه کې پر امنیتي حالت هم بحثونه شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي‌ چې په دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې د شخړې د حل ښه لار ده، خو د ده په وینا، په خبره يې که د دې خبرو پر وړاندې خنډ جوړ شي، جګړه به يې نظامي حل لار وي.

XS
SM
MD
LG