د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې روان ژمي د وزیرستانیو کډوالو ژوند ستونزمن کړی


دوی وايي، کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوالو خوراکي پروګرام او افغان حکومت وغوښتل، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي.
دوی وايي، کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوالو خوراکي پروګرام او افغان حکومت وغوښتل، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي.

د خوست په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د ژمي په دې سختو شپو ورځو کې دوی سره، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو د نشتون له کبله يې ژوند او ګوزاره نوره هم سخته شوې ده.

دوی زیاتوي، له ۶ کلونو ډېره موده کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دې ځای راکډه شوي، خو په دومره اوږده موده کې، د افغانستان او پاکستان حکومتونو د وزیرستانیو کډوالو شته ستونزو ته اساسي حل لاره نه ده موندلې.

په ګلان کېمپ کې میشتو وزیرستانیو کډوالو یادې ستونزې او غوښتنې د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو سره شریکې کړې.

وزیرستانی کډوال میرعباس خان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوالو خوراکي پروګرام او افغان حکومت وغوښتل، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي:

"په ګلان کېمپ کې چې کوم کډوال دي، ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، اوړه موږ ته نه دي رارسېدلي، دا دوې-درې میاشتې زموږ څخه بند شوي دي، دې اخیستلو لپاره ورسره یوه روپۍ هم نه شته، لرګي نه شته، ډېر په ساړه کې یو، خیمې مو زړې شوې دي، زه د افغان حکومت او UNHCRڅخه دا غوښتنه کوم چې ژر دې موږ سره مرستې وشي، که قرارداد شوی وي، مرستې دې راوړي که نه وي شوی، نو ژر نه ژر دې قرارداد وشي."

د زو وۍ سیدګی اوسېدونکی شاهد دین وايي،دوی په افغانستان کې ۶ کاله تېر کړل، خو په دا دومره موده کې د دوی په اړه نه د افغانستان پلاوی پاکستان ته ولاړ او نه له پاکستانه کوم پلاوی دې ځای ته راغی.

دوی وايي، په افغانستان کې ۶ کاله تېر کړل، خو په دا دومره موده کې د دوی په اړه نه د افغانستان پلاوی پاکستان ته ولاړ او نه له پاکستانه کوم پلاوی دې ځای ته راغی.
دوی وايي، په افغانستان کې ۶ کاله تېر کړل، خو په دا دومره موده کې د دوی په اړه نه د افغانستان پلاوی پاکستان ته ولاړ او نه له پاکستانه کوم پلاوی دې ځای ته راغی.

شاهد دین هم له افغان حکومت او نورو مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د ژمي په دې سخته یخنۍ کې دوی ته د مرستې یوه چاره جوړه کړي.

په وروستیو کلونو کې په خوست او پکتیکا کې د وزیرستانیو کډوالو یوه دایمې غوښتنه داده چې پاکستان حکومت دې په نېږدې لارو دوی ته د بېرته ستنیدنې اجازه ورکړي.

د مده خېلو د خړ تنګي مچه اوسېدونکي ملک تور خان وویل، دوی چې کله له چارواکو دا غوښتنه کړې، چې خپلو سیمو ته يې ستانه کړي، نو د هغوی ځواب دا وي، چې ستاسو سیمې لا نه دي تصفیه شوي.

د ده په وینا، څو ځلې د دوی جرګې صفري نقطې ورغلې، خو هغوی یو ځل هم په دې سیمه کې د پرتو خلکو پوښتنه نه ده کړې.

د ګلم خان په نوم یو بل وزیرستانی مشر وايي، چې دوی پسې ټولې لارې تړل شوي او حتا ناروغانو ته هم د ورتګ اجازه نه ورکوي.

دی زیاتوي، کورونه او خیمې يې زړې شوې او کورنۍ يې د خپلو سیمو د لیدلو په ارمان دي، نو کچیرې د مده خېلو د قوم مشران د دوی غږ اوري، ددوی ستونزې او غوښتنې دې ځايي چارواکو سره شریکې کړي.

بل لوري ته د خوست د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، چې وزیرستانیو کډوالو ته د ۲۰۲۰ ز کال تر پایه مرستې ویشل شوي او اوس نړیوال خوراکي پروګرام په دې کار کوي، چې نوي کال لپاره هم دوی ته د مرستو تابیا وکړي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمد هاشم حلیم وویل، که چیرې څوک د بیرته ستنیدو غوښتنه ولري، نو په رسمي توګه دې عریضې وروسپاري تر څو د UNHCR او مرکزي حکومت له لارې ورباندې کار وکړي او دوی ته د واپسۍ زمینه برابره کړي.

د چارواکو په وینا په خوست کې ۷۴۹۰ بایو میټریک شوې کورنۍ وې، چې په دې وروستیو کې نړیوال خوراکي پروګرام یا WFP ۲۴۰ نورې کورنۍ هم بایومیټریک او یادو ارقامو ته ورزیاتې کړې.

دوی وايي، د غیر بایومیټریک کورنیو دقیقه احصائیه نه شته، خو ممکن له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې داسې کورنۍ وي، چې بایومیټریک نه دي او مرستې ورسره نه کېږي.

XS
SM
MD
LG