د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر یوه تن له داعش سره د اړیکو په تور مقدمه


کراچۍ کې د پاکستان باني محمد علي جناح مزار
کراچۍ کې د پاکستان باني محمد علي جناح مزار

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد څانګې پوليس ادعا کوي چې د داعش لپاره یې په دغه ښار کې د چندې غونډوونکی ګرفتار تن خلاف مقدمه کښلې ده.

د دوی په وینا چې د تورن کس محمد بن خالد موبایل فون پلټنې (فارنزک رپورټ) تر راتلو پس یې پر هغه د روانې جنورۍ میاشتې پر یوولسمه نېټه سره له دوو نورو ملګرو مقدمه درج کړې ده.

په مقدمه کې ویل شوي چې د موبایل په ډیجیټل راپور کې د تورنو کسانو په باب شواهد ترلاسه شوي دي.

محمد بن خالد په ۲۰۲۰ کال د کراچۍ له طارق روډه نيول شوی وو چې وروسته یې په شخصي ضمانت خوشې کړی وو.

پوليس وايي، چې د هغه دوه نور ملګري جيند ضيا او اويس به ډېر ژر ونيول شي. د دوی په ادعا، دا کسان په پاکستان او شام کې د داعش له وسله والو سره په رابطه کې ول او له بېلا بېلا سرچينو څخه یې چندې راغونډولې.

بلخوا د محمد بن خالد مور طیبه خالد د دسمبر پر ۱۲مه نېټه د کراچۍ په سيند های کورټ کې خواست کړی چې زوی يې له ۱۷م دسمبر څخه ورک دی. دې عدالت ته ويلي چې محمد بن خالد د کراچۍ اين اې ډي پوهنتون زده کونکی دی او له هېڅ یوه سياسي ګوند سره اړیکې نه لري.

سيند های کورټ پر ۱۲م دسمبر په ياده قضيه کې له کورنيو چار وزارته او ډي جی رينجرز په ګډون نورو امنیتي ادارو د ځواب ورکولو لپاره یاداښتونه یا نوټسونه لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG