د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدفي وژنو کې ککړ کسان دې څرګند سزا شي: خوستي ځوانان


دوی وايي، ولس باید پوۍ شي، چې دوی څوک يې وژني، د دوی دښمن څوک دی او هغه څوک دي، چې وژنې کوي او له مسوولیت اخیستلو يې غوږونه کاڼه اچوي.
دوی وايي، ولس باید پوۍ شي، چې دوی څوک يې وژني، د دوی دښمن څوک دی او هغه څوک دي، چې وژنې کوي او له مسوولیت اخیستلو يې غوږونه کاڼه اچوي.

د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د هېواد پر کچه د مدني فعالانو، خبریالانو او د ټولنې د مخکښو کسانو د هدفي وژنو غندنه وکړه او ويې ویل، چې د دا ډول پېښو عاملان دې د ولس مخې ته په څرګنده محاکمه شي.

دوی زیاتوله، ډېر کله امنیتي او کشفي ادارې د رسنیو له لارې ادعا کوي، چې د ځینو پېښو عاملان يې نیولي، خو د قضايي ادارو لخوا د ولس پر وړاندې هغوی ته په علني توګه سزاء نه ده اورول شوې.

اعتراض کوونکو په خلکو غږ وکړ، چې د هدفي وژنو پر وړاندې ټول په یو قطار کې ودرېږي او دا ډول ظالمانه کړنو د بندولو لپاره دې غږ اوچت کړي.

یادو اعتراض کوونکو د خوست د اداري کمپلیکس لاره چې په هغه کې نېږدې ټولې حکومتي ادارې دي، د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

اعتراض کوونکو په داسې شرط د اداري کمپلیکس دروازه خلاصه کړه، چې د ولایتي ادارې مشران به د دوی غوښتنې د مرکزي حکومت چارواکو ته رسوي او د ضیاء ودان په ګډون به د ټولو وژل شویو فعالانو د وژنې عاملان نیسي او د ولس په مخکې به هغوی ته په علني توګه سزاء اوروي.

مدني فعال ضیا ودان خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د شیخ زاید پوهنتون استاد نورالله ښاد اعتراض کوونکو ته په خبرو کې وویل، کله چې د یو افغان په مقابل کې هر چیرې ظلم کېږي، باید ټول ملت يې پر وړاندې غږ اوچت کړي.

دی وايي، که د ننګ په کار کې ټول یو لاس شي، نو دا مبارزه او غوښتنه به مثبته پایله ولري.

مدني فعال یعقوب جان ستوري په خپلو خبرو کې د ضیاء ودان د وژنې غندنه وکړه او له مرکزي حکومت يې وغوښتل چې د مدني فعالانو او خبریالانو د وژلو په تور نیول شوي کسان علني محاکمه کړي.

نوموړي زیاته کړه، ولس باید پوۍ شي، چې دوی څوک يې وژني، د دوی دښمن څوک دی او هغه څوک دي، چې وژنې کوي او له مسوولیت اخیستلو يې غوږونه کاڼه اچوي.

اعتراض کوونکو دا هم وویل، چې نور نشي کولی هره ورځ یو-یو کس ووژل شي او دوی ددې حالت نندارې ته چوپه خوله پاتې شي.

مدني فعال قادرشاه انصاري په خپلو خبرو کې وویل: "تاسې او خدای د وینو په ډنډ کې دې ژوند ته موږ خوشال یو، دا حالت په خپله یو مرګ دی، پرېږده چې یو ځای دښمن دوه سوه کسان مړه کړي، چې زړه يې سوړ شي، په هر دردمند مو زړه سوځي، داسو خبرو ته زموږ د راټولیدلو ډېر ضرورت دی، ځکه د دومره پيښو قاتلین کوم ورکیږي."

اعتراض کوونکي وايي، نور نه شي کولی هره ورځ یو-یو کس ووژل شي او دوی د دې حالت نندارې ته چوپه خوله پاتې شي.
اعتراض کوونکي وايي، نور نه شي کولی هره ورځ یو-یو کس ووژل شي او دوی د دې حالت نندارې ته چوپه خوله پاتې شي.

خوست والي تورنجنرال مومند کټوازي د ځوانانو او مدني فعالانو اعتراضیه غونډې ته ورغی او په خپلو خبرو کې يې ځوانانو او اعتراض کوونکو سره په دې خفګان کې ځان شریک وباله.

ده وویل، د تېرو حکومتونو دا ګناه وه چې له ولس سره يې فاصله پیدا کړې وه، خو که اوس حکومت او ولس یو لاس شي، ټولو ستونزو ته حل لارې پیدا کولی شي.

مهمند کټوازي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنې به مرکزي حکومت ته ورسوي او ټول به په ګډه د جمهوریت تر چتر لاندې جمهوریت لپاره کار کوي.

ضیاء ودان چې د مدني فعالیتونو په خوا کې له څو میاشتو راهیسې د عامه ساتنې تصدۍ ویاند وو، د جنوري په لسمه د خپلو ۲ نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمه کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو.

ضیاء ودان چې خواوشا ۳۰ کاله عمر يې لاره د خوست د ګربزو د وړو کلي اوسېدونکی وو او څو کاله يې د خوست په بیلابیلو سیمه ییزو راډیوګانو کې د کارکوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

تر اوسه د ضیاء ودان د وژنې مسوولیت کوم چا او یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG