د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالانو د ضیا ودان وژونکو ته سزا غوښتي


ضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.
ضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان وژنه غندلې ده.

د ولسمشر له ماڼۍ په خپره شوې یو خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له خولې لیکلي چې "پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی"

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او د عام ولس د ګټې ځایونه ویجاړوي".

ضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو. د دې بريد ذمه واري لا تر اوسه چا نده منلې.

د افغانستان حکومت او امریکايي ځواکونه په مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې طالبان ښکېل بولي. طالبانو که څه هم د ننني برید په تړاو څه نه دي ویلي خو پخوا یې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو تورونه بې ځایه بللي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون کې ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودریږي.

د دې کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په ټوېټر لیکلي چې "څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر له منځه وړي؟"

د پلټنو او انصاف غوښتنه

د خوست مدني فعالانو، روڼ اندو او د وژل شوي مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیاء ودان د کورنۍ غړو له افغان حکومت وغوښتل چې د ټولنې د مخکښو او فعالو کسانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

دوی وویل، دا ډول پيښې د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کوي او د خلکو باور زیانمنيږي.

دوی یادې څرګندونې د جنورۍ پر ۱۰مه خوست ته د ملي پوځ په یوه الوتکه کې د ضیا ودان د جنازې رسیدو په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.

مدني فعال فریدالله قربان وویل، حکومت دې د خلکو د قناعت او رضایت لپاره د دا ډول پيښو عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د وژل شوي مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند خوستي ځوان ضیاء ودان د جنازې لیږدونې ته د خوست ملکي او پوځي مسوولین، مدني فعالان او روڼ اندي ورغلي ول.

د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزی د ضیاء ودان وژنه د افغانستان د ځوان نسل لپاره یوه لویه ضایع وبلله او ويې ویل، دې پيښې یو ځل بیا وښوده چې دده په وینا د وطن دښمنان نه غواړي چې هېوادپالونکي خلک دې ژوندي پاتې شي.

د ضیاء ودان ترور زوی سمیع الله اتل وايي، "ضیا ودان تل په خبرو کې د وطن دفاع کوله، ده که لیکنه کوله او که کار يې کاوه، د وطن لپاره يې کاوه، موږ د خپلو وطنوالو ساتنه او امنیت غواړو، زموږ چې هر کس میدان ته راووځي سر خوري او ژوندی نه پاتې کیږي."

خوست والي جنرال مومند کټوازي وویل، که خاورې غږ کولی شوای، نو ویلي به يې وو، چې شهیدان نور بس دي.

ده په ټولو خواوو غږ وکړ، چې د وروڼو، افغانانو او مسلمانانو په شان سره کیني، څو سولې ته یوه لاره جوړه شي.

ضیاء ودان چې شاوخوا دېرش کاله عمر يې لاره د خوست د ګربزو د وړو کلي اوسیدونکی وو او څو کاله د خوست په بیلابیلو سیمه ییزو راډیوګانو کې کارکوونکی او مدني فعال پاتې شوی وو.

تر اوسه د ضیاء ودان د وژنې مسوولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG