د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ملي امنیت ځواکونو یو ځوان له سړي تښتونکو ژغورلی


 چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د پرلپسې هلو ځلو وروسته تښتول شوی ځوان، د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړي تښتونکو ازاد کړ.
چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د پرلپسې هلو ځلو وروسته تښتول شوی ځوان، د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړي تښتونکو ازاد کړ.

د افغانستان د خوست ملي امنیت د دې سیمې یو ځوان چې ۵۴ ورځې مخکې د یوې ډلې وسله والو له خوا اختطاف شوی وو، ازاد او د دې قضیې په تور يې درې سړي تښتونکي هم نیولي دي.

د جنورۍ پر نهمه د خوست والي تورنجنرال مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، دا ځوان چې په قوم نیازی دی، کرامت نومېږي او کورونه يې د مرکز اړوند خاني خوړ سیمه کې دي.

د نوموړي په وینا، د ملي امنیت ځواکونو د پرلپسې هلو ځلو وروسته تښتول شوی ځوان، د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سړي تښتونکو ازاد کړ.

خوست والي دا هم وویل، چې اختطافچیانو دې ځوان ته په ډوډۍ کې نشه يي توکي ورکول، تر څو غیر ارادي حالت ولري او اړوندو ادارو یا خپلو دوستانو ته له کومې لارې خپل دقیق ځای ونه ښودل شي.

خوست والي تورنجنرال مومند کټوای زیاتوي: " ۵۴ ورځې پخوا يې کرامت جان ځوان اختطاف کړی وو، د ملي امنیت ځوانانو دا په پرلپسې توګه تعقیباوه، بالاخره یې د علي شیرو او تریزیو په ولسوالۍ کې ګیر کړل، کله چې کرامت جان اول راغی، غیرنورمال حالت يې درلود، دوی ددې لپاره چې چاته منظم راپور ورنکړي، په غذا کې نشه يي مواد ورکول، زه د ملي امنیت کارمندانو نه د دولت او خلکو په استازیتوب مننه کوم، چې دا ځوان يې ددې اختطافچیانو له منګولو خلاص کړ."

تښتول شوی ځوان کرامت، چې د ملي امنیت ځواکونو د سړي تښتونکو وژغوره، له ظاهرې بڼې شاوخوا شل کلن مالومېږي.

دی وايي، سړي تښتونکو سترګې ورتړلې وې، سیمه يې نه پيژنده او یوې ګارې ته يې وراچولی وو.

دی زیاتوي، سړي تښتونکو واهه، ډوډۍ به يې نه ورکوله، ورته ویل به يې چې کورنۍ دې باید یو لک ډالر راکړي.

د کرامت کورنۍ او خپلوان د افغان ځواکونو څخه په دې برخه کې له همکارۍ څخه خوښ دي.

د نوموړي تره ډولي وايي، د ده د واراه له تښتولو وروسته ملي امنیت شپې او ورځې ته نه کتل او دا قضیه يې په جدیت سره تعقیبوله.

دی وویل، ملي امنیت ځواکونو له مخکې ډاډ راکړی وو، چې حتماً دا ځوان پیدا کوي او د سړي تښتونکو له منګولو به يې ژغوري.

ډولي وویل، ځواکونو ده سره کړې ژمنه پوره کړه او دادی وراره يې ورته پیدا او دوی ته يې وسپاره.

په خوست او د افغانستان په نورو سیمو کې د امنیتي ګواښونو او جنايي پېښو ترڅنګ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره سړي تښتونه یا اختطاف هم له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي، خو د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې دوی ډیری تښتول شوی کسان له اختطافچیانو ژغورلي او زیاتره عاملین هم د قانون منګولو ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG