د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پر ایجنډا خبرې کېږي


دواړو خواوو د لومړي پړاو په درو میاشتنیو خبرو پر مهال د بین‌الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.
دواړو خواوو د لومړي پړاو په درو میاشتنیو خبرو پر مهال د بین‌الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي نن د سولې خبرو د دویم پړاو د اجنډا پر سر خبرې پیلوي.


افغان چارواکي وایي، د دوی مذاکراتي پلاوی پر اوربند ټینګار کوي او د خبرو په دوران کې به پر دې اړه بحثونه کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د افغان دولت پلاوی پوره تیاری لري او په خبرو کې به د اوربند پر مسله بحثونه کوي.

دواړو خواوو د لومړي پړاو په درو میاشتنیو خبرو پر مهال د بین‌الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.

وسله وال طالبان بیا په دې باور دي چې پر اوربند کومې فېصلې ته په رسېدو کې لا وخت شته.

په افغانستان کې د سولې لپاره د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې پیل شوې وې.

دې خبرو اترو په درو میاشتو کې یوازې د خبرو اترو د ایجنډا پر څرنګوالي هوکړه کړې وه او بیا یې د دسمبر پر ۱۲مه ۲۰ ورځنۍ دمه کړې وه.

د دې خبرو اترو بهیر د جنورۍ پر پنځه بیا پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG