د ناټو جنرل سېکرېټري وایي، راتلونکې میاشت په افغانستان کې د پاتې کېدو یا له دې هېواده د وتلو پرېکړه کوي.
ینس سټولټنبرګ د جرمني یوې پارلېماني ډلې ته وینا کې وویل، د دوی هر ډول پرېکړه به حالاتو ته په کتو کېږي.
ناټو راتلونکې فبروري میاشت کې د دفاع وزیرانو غونډه رابولي او دا پرېکړه کوي.
سټولټنبرګ وایي، د دوی هره پرېکړه ستونزمنه ده او هره یوه ځانته ګواښونه او خطرونه لري.
دی زیاتوي، که دوی افغانستان کې پاته کېږي، دا کار لګښت او له ننګونو ډک پوځي ماموریت غواړي او که چېرې وځي، دا وېره شته چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.
نوموړي د جنورۍ پر شپږمه د (CSU) په نوم د جرمني یوې پارلېماني ډلې ته وویل: "ډېرې ننګونې او ابهامونه شته، خو په یقیني ډول چې سولې او سولهییز حل ته د رسېدو یوازنۍ لاره د سولې خبرې دي، موږ د سولې د هڅو ملاتړ کوو، خو په ورته وخت کې موږ پوهېږو چې له سختې معما سره به مخامخ شو، راتلونکې میاشت د ناټو د دفاع وزیران سره ټولېږي او دوی به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او که نه."
سټولټنبرګ وایي، له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې په دې پورې تړلې چې دوی پوه شي طالبان له امریکا سره د شوي تړون مادو ته ژمن دي.
له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکون او افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ته ځای نه ورکول امریکا ته د طالبانو له ورکړل شویو ژمنو دي او ناټو وایي، دوی باید د پوځي ماموریت له پای ته رسولو مخکې ډاډمن شي چې طالبان دا کار کوي.
سټولټنبرګ له افغانستانه د وتلو نورو شرطونو ته داسې اشاره وکړه: "تر ټولو مهم شرط دا دی چې طالبان باید د اړتیا د پوره کېدو لپاره دا باوري کړي چې د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي، موږ به د افغانستان د جګړې وضعیت او د سولې پرمختګ هم ارزوو او له مخې بهیې خپله پرېکړه کوو."
د امریکا او طالبانو په تړون کې امریکا هم ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ز کال د مې میاشتې تر نیمایي، یا تر راتلونکو شاوخوا پنځو میاشتو به خپل سرتېري له افغانستانه باسي.
د دوی دا ژمنه هم د بینالافغاني خبرو په بریا او د جګړې یا تاوتریخوالي په کموالي پورې تړلې.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پیل شوی دی.
د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ پنځمه، یعنې تېره سه شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لوریو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر شپږمه لومړنۍ غونډه وکړه.
د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبې پیلېږي.
د دې په خبره داسې پریکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څيړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار پيل کړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا پر ټویټر هم دغه خبره کړې ده.
دواړو خواوو د لومړي پړاو خبرو پر مهال چې درې میاشتې وخت یې واخيست د بین الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.
د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي، دې پړاو خبرو کې پر اوربند، سیاسي شراکت داري او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کوي.
د فېسبوک تبصرې