د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د زڼغوځیو چڼلو کارخانه پرانیستل شوه


چارواکي وايي، دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ټنه زڼغوځیو د پروسس ظرفیت ولري
چارواکي وايي، دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ټنه زڼغوځیو د پروسس ظرفیت ولري

د افغانستان په کچه د زڼغوځیو چڼلو لومړنۍ کارخانه د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې کار پیل وکړ.

یاده کارخانه باندې چې افغان پانګوال رحیم ګردیزي ۶ میلیونه امریکايي ډالر لومړنۍ پانګونه کړې، یو زر کسانو ته به پکې کارونه پیدا شي.

بل لوري ته د زڼغوځیو ډېره برخه حاصلات چې د پکتیا، پکتیکا او خوست له غرونو ترلاسه کېږي، اوسیدونکي يې، د زڼغوځیو چڼلو لپاره د کارخانې په جوړولو خوښي څرګندوي او له نورو شتمنو خلکو هم د ورته پانګونې غوښتنه لري.

د رحیم ګردېزي د زڼغوځیو چڼلو کارخانې رئیس محبوب الله ګردېزي مشال راډیو ته وویل، چې دا کارخانه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ټنه زڼغوځیو چڼلو وړتیا ولري. دی زیاتوي چې دا کارخانه درې برخې لري، لومړنی هغه یې پرانستل شوه او دوې نورې برخې یې هم فعالیدو ته تیارې دي، شپږ میلیونه امریکايي ډالر په دې فابریکې ابتدايي پانګونه شوې، اوس ۱۵۰ کسان پکې دي او تر یو زرو کسانو ته به پکې کارموندنه وشي، په یو ساعت کې د ۲ ټنه زڼغوځیو چڼلو وړتیا لري، که شپه ورځ کار وکړي، ۵۰ ټنه بشپړ چڼي، سپينوي يې او د برامداتو/صادراتو لپاره يې اماده کوي.

په خوست کې د زڼغوځیو د اتحادیې مشر شهزاده وايي، پخوا د زڼغوځیو د پروسس کارخانه په افغانستان کې نه وه او دوی به زڼغوځیو د پروسیس لپاره بهر ته وړل.

شهزاده زیاتوي، د بهر څخه په افغانستان کې مزدوري هم په کمه بیه ده او دوی ته له دې اړخه هم په ګټه تمامیږي.

په ټوله کې فابریکې او کارخانې د خلکو لپاره د دایمي کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې مهمې بلل کیږي.

پخوا د زڼغوځیو د پروسس کارخانه په افغانستان کې نه وه او دوی به زڼغوځیو د پروسیس لپاره بهر ته وړل.
پخوا د زڼغوځیو د پروسس کارخانه په افغانستان کې نه وه او دوی به زڼغوځیو د پروسیس لپاره بهر ته وړل.

روزي خان احمدزي ته چې د زڼغوځیو په دې کارخانه کې د کار کولو زمینه برابره شوې، خوشاله دی او وايي، په دې کارخانه کې ډېرو خلکو ته کارونه پیدا شول.

نوموړی زیاتوي، مخکې به له مجبوریته کار پسې بهر ته تلل، خو نن دوی ته په خپل ولایت کې د کار او روزګار موقع په لاس ورغلې ده.

ده له نورو پانګوالو هم وغوښتل، چې د بهر پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د رحیم ګردیزي د زڼغوځیو فابریکې په پرانیسته کې د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو والیانو او نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته خوست والي مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ولایت کې د حاصل لرونکو ونو وهل بند شوي او قومونو ورباندې ناغه لګولې ده.

ده وویل، که چیرې کوم څوک شنه ونه وهي، نو د حکومت لخوا هم د عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي.

ده په مشخص ډول په خوست کې د زڼغوځیو د دوه میلیونه نویو نیالګیو لګولو د پروژې یادونه هم وکړه.

ولسمشر محمداشرف غني هم د رحیم ګردېزي د زڼغوځیو د چڼلولو فابریکې د پرانیستې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د هر ولایت پانګوال دې په خپلو ولایتونو کې دغسې پانګونې وکړي، ځکه دا د هیواد په ثبات، د خلکو په یووالي او اقتصادي وده کې د پام وړ اغېز لري.

محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل، له دې وروسته به هر افغان سفیر په اړوندو هیوادونو کې د افغانستان دتاجرانو او پانګوالو استازی او هغوی ته د بازارموندنې او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرونکی وي.

په پکتیا کې داسې مهال د زڼغوځیو د اساسي فابریکې پرانیسته کیږي، چې له دې مخکې د سویل ختیز زون د درې واړو ولایتونو د زڼغوځیو کاروباریانو له حکومت او پانګوالو د دا ډول معیاري فابریکې د جوړولو مکررې غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG