د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضاکاره خوستي ځوانان بې وزلو ته ژمني توکي راټولوي


مدني فعالان وايي هڅه کوي چې د ټولنې له بې وزله کسانو سره د ځوانانو په واسطې د مرستې دا دود عام کړي
مدني فعالان وايي هڅه کوي چې د ټولنې له بې وزله کسانو سره د ځوانانو په واسطې د مرستې دا دود عام کړي

د جنورۍ پر پنځمه د خوست لسګونه ځوانانو بې وزلو کورنیو سره د ژمنیو توکو د مرستو د راټولو کمپاین پیل کړ.


دا رضاکاره ځوانان د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو ګرځي او بې وزلو سره د مرستې په خاطر له هغوی، نوي او کاریدلي توکي راټولوي.

بل لوري ته د خوست ځايي چارواکي د ځوانانو دا ګام ستايي او د لیرې پرتو سیمو او قومونو د ځوانانو هم غواړي، چې په ورته توګه مرستې راټولې او په اړمنو کورنیو يې وویشي.

په خوست کې د نویو او کاریدلو ژمنیو توکو د مرستې د راټولو دا کمپاین چې ((د مهربانۍ دیوال)) نوم ورکړل شوی، د لنکن ښوونیز مرکز، ولسي ملاتړ برنامې، اطلاعاتو او کلتور همدارنګه کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په چوکاټ کې رضاء کارو ځوانانو په کې برخه اخیستې ده.

د مهربانۍ پر دیوال چې لیکل شوي((یو پر بل مهرباني او زړه سوۍ وکړئ)) رضاکارو ځوانانو هغه نوې او موښلي جامې او نور ژمني توکي ورځوړند کړي، چې له دوکانونو او کورونو يې راټول کړي دي.

مدني فعال عرفان الله ننګیال مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي، د ټولنې له بې وزله کسانو سره د ځوانانو په واسطې د مرستې دا دود عام کړي:

"دغه د مهربانۍ دیوال په خوست کې د رضاء کاره ځوانانو لخوا په لاره اچول شوی دی، هغه وروڼه او خویندې چې په کور کې کاریدلي یا نوي توکي لري او غواړي چې مهربانۍ دیوال ته يې اهداء کړي، هغه وروڼه خویندې چې ضرورت لري، د دیوال څخه خپل ضرورت پوره کړي، زموږ دا لومړنۍ ګام دی او هڅه کوو، چې دا کار دوامداره پاتې شي."

دوی وايي، د نورو سیمو او ولایتونو له ځوانانو هم وغوښتل، چې د ژمي په دې سختو شپو ورځو کې بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې دا ډول پروګرامونه ترسره کړي
دوی وايي، د نورو سیمو او ولایتونو له ځوانانو هم وغوښتل، چې د ژمي په دې سختو شپو ورځو کې بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې دا ډول پروګرامونه ترسره کړي

مدني فعال نسیم نجات چې معیوب دی، د نویو او موښلو توکو د راغونډولو او بې وزلو خلکو ته د وېش په دې کمپاین کې يې برخه اخیستې ده.

نوموړي وویل، دی په دې معیوب وجود کور په کور ګرځي، نو د روغو ځوانانو خو ډېر مسوولیت جوړیږي، چې د بې وزلو خلکو سره د مرستو په برنامو کې برخه واخلي.

مدني فعال نجیب الله واثق بیا د نورو سیمو او ولایتونو له ځوانانو هم وغوښتل، چې د ژمي په دې سختو شپو ورځو کې بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې دا ډول پروګرامونه ترسره کړي:

"دغه توکي په داسې ډول راټول شول، چې زموږ ځوانان او ملګري کور په کور وګرځیدل، دوی، دې سره یو ځای چې سامانونه يې راټول کړ، هغوی ته يې دا فکر هم ورکړ، چې خپلو دوستانو او ګاونډیانو سره د ژمنیو توکو مرسته وکړي، د نورو سیمو له دوستانو مو هم هیله داده چې دې برنامې لپاره کار وکړي."

د مدني فعالانو د مهربانۍ د یوال د برنامې په پرانیسته کې د خوست ځايي چارواکو برخه اخیستې وه او د ځوانانو ددې ګام ستاینه يې وکړه.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وویل، پدې ولایت کې تر ۳۰ پورې لوی او واړه قومونه اوسیږي، که د ټولو قومونو یوه –یوه ډله ځوانان په خپلو سیمو کې دا ډول توکي راټول کړي، نو د ډیریو بې وزلو کورنیو سره به د ژمنیو توکو څه نا څه مرسته شوي وي.

د خوست ځايي چارواکو وویل، د ملي دسترخوان د برنامې په چوکاټ کې هم اړمنو کسانو سره د خوراک او پوښاک توکو مرستې روانې دي.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې زرګونه وزیرستاني کډوال او په ډېر شمیر کې داخلي بې ځایه شوي په کې استوګنه لري او هغوی تل له رسنیو سره په خبرو او چارواکو سره په لیدنو کې د خپل ژوند د سختیو نه شکایت کړی او د مرستو غوښتنې يې کړي دي.

XS
SM
MD
LG