د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس ناروغۍ په پاکستان کې ۸۲ نور کسان وژلي


د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ دویمې تر سهاره د کورونا واېرس مثبتو کېسونو شمېر څلور لاکه ۸۴ زره ۳۶۲ ته رسېدلی دی.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ دویمې تر سهاره د کورونا واېرس مثبتو کېسونو شمېر څلور لاکه ۸۴ زره ۳۶۲ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان نور وژلي دي چې ورسره له دې ناروغۍ تر اوسه هلته د مړو شمېر ۱۰۲۵۸ ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ دویمې تر سهاره د کورونا واېرس مثبتو کېسونو شمېر څلور لاکه ۸۴ زره ۳۶۲ ته رسېدلی دی.

بل پلو د نړۍ لږ تر لږه ۳۳ هېوادونو د کورونا وايرس د نوې بڼې د کيسونو ثبتېدو راپور ورکړی او ښیي چې دا وایرس له وړاندې په پراخه کچه خپور شوی دی.

د کورونا وایرس ناروغۍ دا نوې بڼه نیږدې درې اوونۍ وړاندې لومړی په برتانیا کې ثبت شوی وو او د بريتانیا چارواکو د دې خبرداری هم ورکړی وو.

په بريتانيا کې د کورونا وايرس کيسونو کې زياتوالي وجه د دې وايرس نوی ډول دی، داسي باور کېږي چې د وايرس نوې بڼه ډير زر نورو ته انتقالېږي.

د کورونا وايرس په کيسونو کې د اضافې په غبرګون کې بريتانيې د جنورۍ پر لومړي نیټه په لندن کې بیړني روغتونونه فعال کړل او پرایمري سکولونه یې بند کړل ځکه چې په تېرو څلورو ورځو کې هره ورځ له پنځوس زرو زيات کيسونه مخې ته راغلي دي.

په امريکا کې د کورونا وايرس د نوي ډول کيسونو مخې ته له راتلو سره د جنورۍ تر لومړۍ نيټې د مثبتو کيسونو شمېر له ۲۰ ميليون زيات شوی. يوه اوونۍ وړاندې په امريکا کې د کوويډ۱۹ ناورغانو شمېر ۱۹ ميليونه وو.

تر امريکا وروسته په هند او برازيل کې تر ټولو زيات د کورونا وايرس کيسونه مخې ته راغلي دي.

په هند کې ۱۰.۲ ميليونه او په برازيل کې ۷.۶ ميليونه کسان پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

په څلور نمبر روس دی چې د کورونا وايرس مثبتو کیسونو شمېر په کې درې اعشاريه يو ميليون ته ورسيد.

شمېري ښیي چې د کوويډ۱۹ له کبله په امريکا کې تر درې لاکه ۴۶ زره زیات کسان مړه شوي دي.

د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله په نړۍ کې په مجموعي توګه نژدې ۱۸ لاکه کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG