د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د ښځو ځانګړی کتابتون نشته


 چارواکي وايي، یو شمېر ښاري ښوونځي له نوري فایبر سره نښلوي چې په دې سره به ښځې او نجونې په ښوونځیو کې د انټرنیټ او مطالعې اسانتیاوې پیدا کړي.
چارواکي وايي، یو شمېر ښاري ښوونځي له نوري فایبر سره نښلوي چې په دې سره به ښځې او نجونې په ښوونځیو کې د انټرنیټ او مطالعې اسانتیاوې پیدا کړي.

په پکتیا کې ښځې شکایت کوي چې د دوی لپاره د مطالعې او انټرنیټ ځانګړي ځایونه نشته.

د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګردیز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنیټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.

"که ښځې مطالعه وکړي دا د دې سبب کیږي، چې ټوله ټولنه باسواده شي، نو باید ښځو لپاره د مطالعې ځانګړې ځایونه او ښوونیز مرکزونه ورته جوړ شي، تر څو وکولي له انټرنیټ څخه استفاده وکړي، له کتابونو استفاده وکړي، نن سبا ډېر ښه کتابونه لیکل شوي، که موږ ورڅخه استفاده وکړو، کولای شو، خپل راتلونکی هم سم کړو او د خپل هېواد په ابادۍ کې ښه ونډه واخلو."

دا ږغ د ثنا په نوم په پکتیا کې د ښاري نسوانو ښوونځي د یوې زده کوونکې ده چې په خپل ولایت کې يې د نجونو لپاره د کتابتونو او انترنیت د ځانګړو ځایونو له نشتوالي شکایت کاوه.

د ملکه په نوم یوه بله زده کوونکې وايي له مطالعې سره د انسان فکر او ذهن پیاوړی کیږي. که دوی په ښوونځي کې ځانګړې مطالعه کوي، نو اړتیا ده چې عامه مطالعه هم وکړي.

د عالیه ګردیزۍ په نوم یوه بله جینۍ وايي مطالعه ښه شی دی او په پکتیا کې کتابتونونه شته، خو د ښځو او نجونو لپاره د مطالعې داسې ځانګړی ځایونه نشته، چې دوی هلته ورشي:

"مطالعه ډېر ښه شی دی، خو متاسفانه په پکتیا کې د ښځو لپاره دومره مناسب ځایونه نشته، چې په هغې کې مطالعه وکړي، خو په ښوونځیو کې کتابخانې شته، په بازار کې هم کتابخانې ډېرې دي، خو د ښځو لپاره داسې ښه ځای نشته، کوم کتاب چې زموږ خوښ شي، ورور ته پیسې ورکوم، چې له بازاره يې راوړي، په کور کې يې مطالعه کوو."

دوی په دې ولایت کې د کتابتونو او انترنیت لپاره ځانګړې ځایونه غواړي.
دوی په دې ولایت کې د کتابتونو او انترنیت لپاره ځانګړې ځایونه غواړي.

د پکتیا ولایت نجونې وايي دوی غواړي د ښوونځیو د زده کړو تر څنګ نور کتابونه هم مطالعه کړي او په اوسني وخت کې چې انټرنیټ په نړۍ کې د مالوماتو مهمه سرچینه ده، ورڅخه ګټه واخلي، خو ښځو ته دا اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي، چې یو شمېر ښاري ښوونځي د نوري فایبر سره نښلوي چې په دې سره به ښځې او نجونې په ښوونځیو کې د انټرنیټ او مطالعې اسانتیاوې پیدا کړي.
د پکتیا والي په ځانګړې ډول د لنکن ښوونیز مرکز هم یادوي چې ښاري نجونې د انټرنیټ کارولو او مطالعې لپاره ورتللی شي.

"د نجونو او ښځو د علمي وړتیاوو د لوړولو خصوصاً د مطالعې او انټرنیټ ته د لاسرسي لپاره موږ په ځینو ښوونځیو کې نوري فایبر وصلوو او په دې توګه به دوی ته په خپلو ښوونځیو کې د انټرنیټ څخه د استفادې زمینه برابره شي، د دې تر څنګ لنکن ښوونیز مرکز هم یو ښه فرصت دی، چې زموږه خویندې کولای شي، د انټرنیټ او مطالعې لپاره هغه ځای ته مراجعه وکړي او د هغوی له سهولتونو ګټه پورته کړي ".

سره له دې چې د پکتیا په ګډون د هېواد پر کچه حتا د ټولنې د نارینه وو په قشر کې هم د مطالعې کلتور چندانې پیاوړی نه دی، خو کتونکي په دې باور دي، چې د مطالعې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د ښځو او نارینه وو په منځ کې دا دود کرار، کرار عامیدلی شي.

XS
SM
MD
LG