د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې یوازينۍ لار د قطر خبرې دي: ستولتنبرګ


ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي مشر وایي، د افغانستان د سولې بهیر یوه کمزورې پروسه ده خو په هغه هېواد کې د روانو جګړو ختمولو یوازینۍ لاره همدا په قطر کې د افغانستان حکومت او د طالبانو ترمنځ خبرې دي.

ینز ستولتنبرګ وایي، د دې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي خو له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لاره نه شته.

نوموړي دا څرګندونې د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه خپره شوې وکړې.

ستولتنبرګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښایي د ناټو لپاره راتلونکي ۲۰۲۱ز کال تر ټولو مهمه پرېکړه په افغانستان کې د دې تړون د ماموریت په اړه وي، که ناټو د کړې ژمنې سره سم پرېکړه وکړي چې له دې هېواده ځواکونه ونه باسي، ایا د دې خطر شته چې طالبان به پر نړیوالو ځواکونو حملې وکړي، وویل: "که موږ هره پرېکړه کوو خطرونه لري. که پرېکړه وکړو چې له دې هېواده ووځو، د دې خطر شته چې موږ هغه پرمختګونه له لاسه ورکړو چې د نړیوال تروریزم پر وړاندې جګړې په ترڅ کې مو کړي او هغه دا چې افغانستان بیا د ترهګرۍ ځاله و نه ګرځي."

قطر کې د سولې خبرو بهیر لومړی ورځ
قطر کې د سولې خبرو بهیر لومړی ورځ

ینز ستولتنبرګ زیاته کړه: "که موږ په افغانستان کې پاتې شو، نو د دې خطر شته چې د جګړو او شخړو زیاتوالی ووینو او هم تر یوې اوږدې مودې لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شو."

د ناټو جنرل سېکرېټري ورته خبره د روانې ډېسېمبر میاشت په پیل کې له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې هم کړې او ویلي و.

هغه زیاتوي: "که موږ په افغانستان کې پاتې شو، د دې خطر شته چې جګړو ته دوام ورکړو او ان د اوږدې مودې لپاره پکې ښکېل پاتې شو. خو که ووځو، زموږ لپاره د دې خطر شته چې افغانستان بیا د نړیوال ترهګرۍ په خوندي ځای بدل شي او هغه پرمختګونه له لاسه ورکړو چې په ډېرو قربانیو مو لاسته راوړي دي."

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر نیمایي به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له څلورنیم زرو څخه دونیم زرو ته راکم شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ مې تړون له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د طالبانو له خوا د ځینو امنیتي ضمانتونو په بدل کې د راتلونکي کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د ناټو جنرل سېکرېټري د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دې غونډې په پای کې وویل، چې د ناټو غړي هېوادونه دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه مخ ته وړي، د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او ملاتړ مامورت ته دوام ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG