د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لسګونو ښځو او ځوانانو بېلابېل کسبونه زده کړل


د کسبونو د زده کړې په دې پروګرام کې ۱۲۰ تنو نجونو په خوا کې ۱۲۰ نارینه وو هم ګډون کړی وو.
د کسبونو د زده کړې په دې پروګرام کې ۱۲۰ تنو نجونو په خوا کې ۱۲۰ نارینه وو هم ګډون کړی وو.

د خوست لسګونه ښځې او ځوانان چې مخکې يې کاروبار نه لاره او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول، په ۸ بېلابېلو برخو کې يې کسبونه زده کړل.

د چارواکو په وینا، چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لیرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخیسته، چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې.

بل لوري ته په دې پروګرام کې رزول شوي ښځې او ځوانان له دې پروګرامه خوښ دي او وايي، چې کولی شي، تر دې وروسته په ازاد بازار کې کار وکړي او خپلو کورنیو حلاله ګوله ډوډۍ وګټي.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د موټر سایکل او موبایلو د ترمیم، په ودانیو کې د برښنا او اوبو د نلدودانۍ، خیاطۍ، ګلدوزۍ، پرده دوزۍ او چرمه دوزۍ په اتو برخو کې ۲۴۰ ښځو او نارینه وو نظري او عملي زده کړې وکړې.

د کار او ټولنیزو چارو رئیس احسان الله ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، :

"دا هغه میرمنې وې، چې ناچاره وې، کونډې وې، یتمانې وې، معلولیت يې درلوده او یا داخلي بې ځایه شوي وو، ځوانان هم زیات اکثریت يې له همدې جملې خلکو وو، د کار مارکیټ د ارزونې وروسته موږ دوی ته د موټر سایکل جوړونې، موبایل جوړونه، د برښنا لین دواني، د ودانیو نلدوداني، خیاطي، ګلدوزي، پرده دوزي او چرمه دوزي په برخو کې کسبونه وروښودل."

د دې برنامې شاملین غریب او د ټولنې کم وسه کسان ول، چې تر دې وروسته کولی شي، د خپلو کسبونو په برخو کې کار وکړي چارواکي وايي،
د دې برنامې شاملین غریب او د ټولنې کم وسه کسان ول، چې تر دې وروسته کولی شي، د خپلو کسبونو په برخو کې کار وکړي چارواکي وايي،

د حرفوي زده کړو د دې ۴ میاشتنۍ برنامې فارغان وايي، دوی به وکولی شي، ددې کسبونو د زده کړې له لارې خپلو کورنیو سره د حلالې نفقې د پیدا کولو په برخو کې مرسته وکړي.

د نوریه او عالیه په نومونو د پرده دوزۍ له برخو فارغو نجونو وویل، د کسبونو په زده کولو سره نجونې هم پر ځان بسیا کېږي او کولای شي، د نارینه وو تر څنګ د کورنیو او ټولنې په پرمختګونو کې ونډه واخلي.

د مسکا په نوم د دې پروګرام یوې بلې فارغې غوښتنه وکړه، چې دا پروګرامونه ولسوالیو ته هم وغځول شي او فارغینو ته د خپلو کسبونو سره سم کېټونه ورکړل شي.

د کسبونو د زده کړې په دې پروګرام کې ۱۲۰ تنو نجونو په خوا کې ۱۲۰ نارینه وو هم ګډون کړی وو.

د ګلاب په نوم د موسی خېلو اوسېدونکي چې د برښنا کسب يې زده کړی وايي، دوی د برښنا په برخه کې پوره پوۍ شوي او په راتلونکې کې ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

بل لوري ته د حرفوي زده کړو د ۴ میاشتني پروګرام په پای غونډه کې خوست والي مهمند کټوازي وویل، ځايي اداره د حرفوي زده کړو او نورو وروته برنامو له لارې هڅه کوي، چې په دې ځای کې د بې کارۍ کچه راټیټه او هغوی په اقتصادي برخه کې پر ځان بسیا شي.

د ده په وینا، غواړي، راتلونکې دا ډول برنامه د خوست په نسبتاً نا امنې ولسوالۍ یعقوبیو او صبریو کې ترسره کړي، تر څو د هغې سیمې خلک هم د کار او کسب خاوندان شي.

XS
SM
MD
LG