د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمعیت علما اسلام (ف) کې اختلافات څومره مهم دي؟


د مولانا ګل نصيب په خبره، کومې کمېټۍ چې دوی له ګونده اېستلي دي د هغې د جميعت علما اسلام په ايين کې له سره ذکر نشته. (انځور: ارشیف)
د مولانا ګل نصيب په خبره، کومې کمېټۍ چې دوی له ګونده اېستلي دي د هغې د جميعت علما اسلام په ايين کې له سره ذکر نشته. (انځور: ارشیف)

جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې څخه اېستل شوي مولانا ګل نصيب خان ويلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه يې غونډه رابللې چې پکې به د خپل راتلونکې تګلارې په اړه فيصله کوي.

نوموړي دا څرګندونې د ډېسمېبر پر ۲۷مه نېټه له هغه يوه ورځ وروسته له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وکړې کله چې د جمیعت مرکزي وياند محمد اسلم غوري په بيان کې د مولانا ګل نصيب خان، مولانا محمدخان شېراني، مولانا شجاع الملک او حافظ حسين احمد له پارټۍ څخه د اېستلو اعلان وکړ.

نوموړي د ډېسمېبر پر ۲۶مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د جمعت علما اسلام د مرکزي مجلس شوری انضباطي کميټۍ د ګوند له فيصلو څخه د سرغړونې له وجې دغه څلور واړه مشران له پارټۍ د اېستلو پرېکړه کړې ده خو هغه دا وضاحت نه دی کړی چې دوی له کومو فيصلو څخه سرغړونه کړې ده.

هغه زياته کړې چې د دې مشرانو د بیانونو او څرګندونو به په راتلونکې له جمعت سره هيڅ تړاو نه وي.

خو مولانا ګل نصيب مشال راډيو ته وويل چې د دوی د اېستلو په لړ کې د ګوند پر اييني طریقه کار عمل نه دی شوی.

د ده په خبره، د ايين له مخې دوی ته باید ۱۵ ورځې له مخه نوټس ورکول شوی وای چې د ده په خبره ورکړل شوی نه دی او د دې ترڅنګ به د دې لپاره مرکزي شوری رابلل کېده چې هغه هم نه د ده په ادعا رابلل شوې نه ده.

د مولانا ګل نصيب په خبره، کومې کمېټۍ چې دوی له ګونده اېستلي دي د هغې د جميعت علما اسلام په ايين کې له سره ذکر نشته. د ده په وينا، د اېستلو په اړه هم دوی په ليکلې بڼه لا نه دې خبر کړل شوي.

په جمیعت کې اختلافات هغه وخت راڅرګند شول کله چې د ډېسېمبر پر ۲۰ مه نېټه د ګوند مهم مشر مولانا محممد خان شيراني په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال د خپل ګوند پر مشر مولانا فضل الرحمان نيوکې وکړې.

نوموړي وويل چې مولانا فضل الرحمان په خپل ګوند کې پخپله سلېکټډ دی نو د ده په وينا هغه څنګه د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته سلېکټډ وزيراعظم ويلای شي.؟

له سلېکټډ څخه د دوی هدف دا دی چې د رايو له لارې نه بلکې ځينې خاصو کړيو ټاکلی دی.

اپوزيشن ګوندونه تور پورې کوي چې عمران خان د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې د پوځ په ملاتړ د درغليو له لارې ټاکل شوی دی چې دوی د ده لپاره د سلېکټډ اصطلاح استعمالوي.

خو پوځ تل دا تور رد کړی دی او د پاکستان انتخاباتي کميشن ټاکنې شفافي بللې وې.

د مولانا شيراني څرګندونو د جمیعت علما اسلام داخلي اختلافات په ډ‌اګه کړل. په پېښور کې خبريال کاشف الدين چې د جمیعت په داخلي سياست زیات خبر دی مشال راډيو ته وويل چې په ګوند کې اختلافات له ډېرو کالونو را روان ول.

مولانا شيراني په خبري غونډه کې دا هم ويلي ول چې مولانا فضل الرحمان پارټۍ خپل ميراث او شخصي جاييداد ګڼلی دی.

کاشف الدين وايي چې که څه هم دا اختلافات له کالونو کالونو راهیسې روان ول خو د دوی په ډاګه کېدلو وخت ډېر مهم دی.

دا وخت د پاکستان اپوزيشن ګوندونو عمران خان د حکومت پر ضد د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پي ډي اېم په نوم اتحاد جوړ کړی چې مشران يې د پوځ پر مشرتابه هم سختې نيوکې کوي.

کاشف الدين وايي چې ځینې کسان فکر کوي چې د جمیعت علما اسلام اختلافات ولس ته په ډاګه کولو کې ښايي بهرنی سازش وي.

خو مولانا ګل نصيب بيا وايي چې دوی د هيچا په سازش دا کار نه کوي البته نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان جمهوري اتحاد پر ټولو ګوندونو نيوکې وکړې چې د ده په خبره په هېواد کې جمهوريت خو په خپلو ګوندونو کې امريت غواړي.

نوموړي وويل چې دوی د ډېسمېبر پر ۲۹ مه نېټه غونډه کوي چې پکې به خپل راتلونکې په اړه فیصله کوي.

XS
SM
MD
LG