د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ هیلي کاپټر لوېدو څلور عسکر وژلي


په پاکستان کې روان کال د پوځي الوتکو غورځیدو په پېښو کې یو شمېر عسکر او پایلټان وژل شوي‌ دي. (انځور:ارشیف)
په پاکستان کې روان کال د پوځي الوتکو غورځیدو په پېښو کې یو شمېر عسکر او پایلټان وژل شوي‌ دي. (انځور:ارشیف)

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي‌ چې د هیلي کاپټر لوېدو په پېښه کې یې څلور عسکر وژل شوي دي.

د یادې څانګې - ای ایس پي‌ ار - په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د چین له سرحد سره نیږدې په ګلګت بلتستان کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې دا هیلي کاپټر هغه مهال لوېدلی چې د ګلګت بلتستان له مینيمارګ سیمې څخه یې د یو وژل شوي پوځي مړی پوځي روغتون ته لېږداوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا هیلي کارپټر د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلی دی.

په پاکستان کې روان کال د پوځي الوتکو غورځیدو څو پيښې شوي دي. په فبرورۍ کې په پنجاب کې معراج پوځي الوتکه د روزنې پر مهال لوېدلې ده.

په مارچ میاشت کې بیا د ایف شپاړس په نامه یوه الوتکه اسلام اباد ته نیږدې د روزنې پر مهال لوېدلې وه چې یو پایلټ پکې وژل شوی وو.

هم داسې په اپریل میاشت کې په پنجاب کې د پوځي الوتکې غورځیده له کبله دوه پایلټان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG