د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد قیصر: د افغانستان او پاکستان ګډ بازارونه جوړوو


په چمن کې د یو بازار انځور
په چمن کې د یو بازار انځور

د قامي اسمبلۍ سپیکر وايي، د ډیورنډ کرښې ته نږدې د لویو بازارونو د جوړولو پلان لري.

اسد قیصر د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په اسلام اباد کې، د دواړو هیوادونو د پارلېمانونو یوې ګډې غونډې ته د وینا پر مهال دغه څرګندونې کړې دي. نوموړي وړاندې وویل چې دا به د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډ بازارونه وي.

نوموړي دا هم وویل چې له وزیرستانه تر باجوړه او همداسې د ډیورنډ کرښې ته پرتو نورو سیمو کې دواړو غاړو ته د یو خېل او قام خلک مېشت دي نو که داسې ګډ بازارونه ورته جوړ کړل شي نو دا به دواړه خواوې یو با ته نورې هم نږدې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان غونډې ته په وینا کې وویل، اقتصادي اړیکې به دواړه هیوادونه یو بل سره نږدې کړي چې ګټه به یې د افغانستان او پاکستان ولسونو ته ورسېږي.

د افغانستان لخوا د پلاوي یو غړي ګل احمد کمین وویل، پاکستاني پانګوال دې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.

افغان پلاوی چې د دسمبر له ۲۲مې راهېسې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپیکر اسد قیصر په بلنه اسلام اباد کې دی، په خپل شپږ ورځني سفر کې به د اکتوبر پر ۲۶ مه او ۲۷مه د دواړو هیوادونو د سوداګرو په یوه غونډه کې هم ګډون کوي.

دغه پلاوي د ډېسېمبر پر ۲۳مه، د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره هم کتلي وو. هغه لیدنه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې هیواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د ورورولۍ اړیکې پیاوړې کول غواړي.

XS
SM
MD
LG