د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د امریکا دفاع وزارت سرپرست سره پر اوربند غږېدلي


محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال . ډېسېمبر ۲۲مه ۲۰۲۰.
محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال . ډېسېمبر ۲۲مه ۲۰۲۰.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزیر د افغانستان له ولسمشر سره په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګښت خبرې وکړې.

په افغانستان کې د دایمي اوربند د ټینګښت امکان، د تاوتریخوالي زیاتېدل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام، د دواړه مشرانو د بحث عمده موضوعات وو.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریس میلر د ډېسېمبر پر ۲۲مه مازیګر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دوا خان مینه پال مشال راډیو ته نور معلومات ورکړل.

هغه زياتوي: "د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او دواړو لوریو د تلپاتي اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه، د امریکا د افغانستان په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې دوامداره ژمنتیا لري."

په دې کتنته کې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو په اړه هم بحث وشو، چې د سپټمپر پر ۱۲مه په قطر کې پیل شوي او اوس د ۲۰ ورځو لپاره په کې وقفه راغلې ده.

د امریکا دفاع وزارت د ډېسېمبر پر ۲۲مه په یوه اعلامیه کې وویل، دغه سفر د امنیتي دلایلو له مخې له وړاندې نه و اعلان شوی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم په ټوله کې د افغانستان پر عمومي وضعیت، د ټروریزم ضد عملیاتو، د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او همکاري پر موضوع بحث کړی دی.

دواړو امریکايي مقاماتو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه هم بحث کړی دی.

که څه هم په قطر کې د طالبانو مذاکره کوونکي د دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره درې میاشتې په مذاکرو بوخت وو، په دې موده کې هم په افغانستان کې د دوی تاوتریخوالی کم نه شو.

قطر کې د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور- 12.9.2020
قطر کې د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور- 12.9.2020

امریکايي چارواکو په وروستیو کې اعلان کړی، چې د جنورۍ میاشتې تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG