د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پېښوره تر لندنه د کلتوري هلو ځلو بهیر


د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې بیلابېل هنري، ادبي او کلتوري مطالب مو درته خپرېدو ته چمتو کړي دي.


د پېښور کیسه خانۍ په اړه په یو راپور کې اورئ چې اوس هلته د کیسو بازار سوړ دی، خو یو وخت داسې نه وه. د لندن ادبي بهیر د تازه ان لای مشاعرې حال درکوو. رښتیا یې ویلي، موسیقۍ د روح غذا ده، په تايي لینډ کې یو هنرمند وږو بیزوګانو ته موسیقۍ غږوي. او د بلال سکندري په شکل کې پښتو موسیقۍ یو نوی غزل ویونکی هنرمند موندلی.

په کیسه خوانۍ بازار کې کیسه خوانان پر ختمېدو دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

کیسه خانۍ بازار چې د پېښور د لرغونتیا انځور ګڼل کېږي، له پېړیو راهېسې یې خپل برم او جلال په خلکو منلی. دا بازار د نړۍ د هغو لرغونو بازارونو څخه یو دی چې پکې کیسې په شفاهي ډول لوستل شوي، دلته کاروانونو ډېرې اچولي او په هغه زمانه کې چې برقي وسایل او د کومې بلې تفریحي الې تصور هم نه شو کېدای خلکو دلته کیسې کړي او اورېدلې دي. د همدې بازار د اهمیت په اړه د فرانسې خبري اژانس یو راپور خپور کړی چې زما همکارې انیسې اجمل تاسو ته پښتو کړی دی.دا راپور په غږیزه خپرونه کې اورېدلی شئ.

لندن ادبي بهیر پر لیکه مشاعره وکړه
لندن ادبي بهیر پر لیکه مشاعره وکړه

په کیسه خانۍ بازار کې به مساپرو یو بل ته کیسې کولې، په لندن کې لکونه پښتانه د مساپرۍ شپې او ورځې تېروي، دوی هم خپلې کیسې لري. دغلته د لندن ادبي بهیر په نوم یوه ټولنه هم شته چې وخت په وخت ادبي او کلتوري فعالیتونه کوي، دوی د کیسو کره کتنه هم کوي خو تازه تازه یې یوه ان لاین یا پرلیکه مشاعره جوړه کړې وه چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو نه پکې شاعرانو ګډون وکړ.

موږ د دې مشاعرې د جوړوونکو د ډلې او د لندن ادبي بهیر د یو غړي وکیل شینواري سره خبرې کړي چې په تازه ګڼه کې یې اورېدلی شئ.

کورونا د ژوند هر اړخ اغېزمن کړی دی. د تايي لینډ لوبپوري سیلانۍ سیمه ده، چې کورونا نه وه نو خلک به په زیات شمېر کې هلته ورتلل. اوس چې سیلانیان هلته نه ورځي نو د هغو ژوو ژوند هم ورسره اغېزمن شوي چې سیلانیانو به ورته خوراکونه اچول. دغو وږو ژوو ته یو موسیقار موسیقي غږوي او د هغوی د ارام ساتلو هڅه کوي. رایټرز اژانس په دې اړه یو راپور برابر کړی چې موږ درته پښتو کړی دی. دا راپور هم په غږیزه خپرونه کې شامل دی.

بلال سکندري د غزل نوی اواز
بلال سکندري د غزل نوی اواز

د تايي لینډ د لوبپوري نه د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته راګرځو، هلته د ځوان هنرمند بلال سکندري سره بنډار کوو. د موسیقۍ سره تړلي خلک وايي، نوموړی د غزل ویلو لپاره یو ښکلی او مناسب اواز لري. د مجلې وروستۍ برخه د بلال سکندري خبرو او سنودرو ته ځانګړې شوې ده.

د لندن مشاعره، د پېښور کیسه خوانۍ او د بلال سکندري غزلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:33:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG