د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاستوالانو ژوند ته خطر دی: د شیخ رشید دعوې ته کتنه


شیخ رشید د پاکستان کورنیو چارو وزیر
شیخ رشید د پاکستان کورنیو چارو وزیر

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ رشيد د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې ته تر ورتګ وروسته خبريالانو ته ويلي چې حکومت معلومات ترلاسه کړي چې ترهګر غواړي د جميعت علمای اسلام ف د مشر مولانا فضل الرحمان پشمول د هېواد ۲۰ سياستوال په نښه کړي.

رشيد، پرته له دې چې واضح کړي چې پر سياستوالو ممکنه ترهګر بريدونه د هېواد دننه او که بهر پلان شوي، زياته کړې چې حکومت سياستوالو ته د محتاط اوسېدو او د خپل امنيت ساتنې لپاره د اقداماتو ويلي دي.

شیخ رشيد دا څرګندونې پر داسې وخت کړي چې پاکستان جمهوري غورځنګ يا پي ډي اېم د ډېسېمبر پر ۲۳مه په مردان کې د حکومت ضد جلسې اعلان کړی دی.

مولانا فضل الرحمان د حکومت خلاف د ۱۱ اپوزيشن ګوندونو د ايتلاف پي ډي اېم مشر دی.

شیخ رشيد همداراز ويلي، حکومت په تېرو کلونو کې هم ځينو سياستوالو ته، چې د اپوزيشن هغه هم پکې شامل ول، د ممکنه ترهګر حملو خبرداري ورکړي ول، چې پر ځينو شوې وې او روغ ترې وتلي ول.

د کورنيو چارو وزير په عين وخت کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان پوځ او نورو قانون عملي کوونکو ادارو کار ستايلی او ويلي يې دي چې په تېرو درو کلونو کې په هېواد کې ترهګر بريدونه او پکې د خلکو د وژنې پېښې له ۴۰ تر ۵۰ فيصده کمې شوې دي.

د خيبر پښتونخوا لپاره د جميعت علمای اسلام ف وياند مولانا جليل جان د ډېسمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، دوی د شیخ رشيد بيان اندېښمن کړي دي.

د ده په خبره، نوموړی وزير بايد دې پوښتنو ته هم ځواب ووايي چې سياستوالو ته امنيتي خطرونه د چا لخوا دي او حکومت يې د له منځه وړلو لپاره څه کوي؟

(هر کله چې مولانا صاحب دورې او جلسې پيل کړي نو حکومت او هم نېکټا په حرکت کې راشي او د هغه ژوند ته د خطر بيانونه ورکول پیل کړي. دوی چې د امنيتي خطرونو په اړه معلومات لري نو ولې يې د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي؟ داسې بيانونه خو د حکومت کردار تر پوښتنې راولي چې ګنې خدای دې نه کړي دوی له ترهګرو او شرخوښو سره ملګري دي. حکومت دا خبرې داسې مهال کوي چې پر ضد يې زموږ تحريک اوج ته رسېدلی دی. دا چې مرکزي قايدين دې خپل امنيت پخپله وساتي، نو حکومت د کوم مرض دوا ده؟)

عوامي نيشنل ګوند هم د حکومت خلاف تحريک کې د پاکستان جمهوري غورځنګ ملګرتيا کوي.

د دې ګوند مرکزي وياند زاهد خان د ډېسمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، دوی له هغې راهيسې چې په خيبر پښتونخوا کې يې حکومت وو، د ترهګر بريدونو ښکار دي.

نوموړي زياته کړه، حکومت پرځای د دې چې د خلکو مهمې ستونزې حل کړي، سياستوالو ته د امنيتي خطرونو په خبرو ولس د اپوزيشن ګوندونو جلسو ته له تګه وېروي.

((پي ډي اېم وار له مخه ويلي چې که کوم سياستوال ته مو نقصان ورسېد نو ذمه وار به عمران خان او د هغه حکومت وي. موږ چې په حکومت کې وو نو د امريکا د ملګرتيا په تور وژل کېدو. خو اوس چې په اپوزيشن کې يو نو هم په نښه کېږو. موږ پوښتنه کوو چې حکومت څه شو، رياست چيرته دی؟ دوی چې ځينو ته ښه او ځينو نورو ته بد طالبان وايي، نو دا د ناامنۍ پېښې هم د طالبانو کارنامې دي. که رياست موږ ته يوازې خبرداري راکوي نو بيا دې ووايي چې زموږ امنيت نشي ساتلی چې موږ خپل غم پخپله وکړو. په دې بيانونو حکومت غواړي چې د ولس پام د هغوی له ستونزو بلې خوا ته واړوي.)

د کورنيو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۱مه په يوه اعلاميه کې ويلي، ترهګرۍ ضد قامي ادارې يا نېکټا ته د کورنيو چارو وزير شیخ رشيد د ګل ورځې د دورې پر مهال هغه ته وويل شول چې دا اداره د قانون د لاندې په بشپړه توګه فعاله او خپلو اهدافو ته د رسېدو په هڅه کې ده.

خو په پېښور کې مشر خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پېښو ته په اشاره وايي چې پر ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان هغه رنګ چې لازمه ده، عمل نه کېږي.

نوموړی زياتوي، د هېواد سياستوالو ته د امنيتي خطرونو له خبرو داسې برېښي چې حکومت غواړي د اپوزيشن راتلونکې جلسې ناکامه کړي.

((مردان کې جلسه ده، بيا په بنو کې او ورپسې په لاړکانه کې ده. حکومت هڅه کوي چې دا جلسې ونشي او ولس د سياستوالو حکومت ضد خبرې وا نه وري. او تر کومې چې د ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان خبره ده نو پر هغې خو له ډېر وخت راهيسې نيوکې روانې دي. ځينې سياستوال هم وايي چې پر دې پلان هغه رنګ چې لازمه وه، کار نه دی شوی. د ملک په بېلا بېلو برخو، په تېره په قبايلي ضلعو کې وخت په وخت د ناامنې پېښې او هدفي وژنې کېږي، چې دا د حکومت د هغو دعوو نفي کوي چې وايي امنيت ښه شوی دی.)

شميم شاهد زياته کړه، د امنيتي خطرونو په خبرداريو سربېره حکومت د اپوزيشن ګوندونو د مشرانو د ځورولو لپاره د احتساب اداره هم کاروي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ډېسمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د خپل ګوند د غړيو يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې که احتساب اداره د جميعت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د هغه د شتمنيو په اړه د پوښتنو ګروېږنو لپاره وروغواړي نو بايد هرو مرو حاضر شي.

XS
SM
MD
LG