د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلیو پر اته چوکیو بیا ټاکنې کوي 


د انتخاباتو کمېشن خپلو صوبايي څانګو ته امر کړی دی چې د دې انتخاباتو لپاره دې اړوند تیاري وکړي.
د انتخاباتو کمېشن خپلو صوبايي څانګو ته امر کړی دی چې د دې انتخاباتو لپاره دې اړوند تیاري وکړي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن په ملک کې پر خالي شویو پارلماني او صوبايي چوکیو د بیا ټاکنو امر کړی دی.

یادې ادارې د دسمبر پر ۱۸مه د صوبايي او قومي‌ اسمبلۍ پر اتو چوکیو د بیا یا ضمني ټولټاکنو لپاره انتخاباتي چارواکي ګمارلي دي.

د انتخاباتو کمېشن خپلو صوبايي څانګو ته امر کړی دی چې د دې انتخاباتو لپاره دې اړوند تیاري وکړي.
په دې اتو چوکیو کې شپږ د صوبايي‌ اسمبلیو او دوې د قومي اسمبلۍ چوکۍ دي.

په دې کې دوې د خییر پښتونخوا دي چې یوه پکې له نوښار ضلعې د صوبایي اسمبلۍ – پي کې ۶۳ - ده او بله له قبایلي ضلعې کرمې د قامي اسمبلۍ - این اې ۴۵ – ده.

پر دې دواړو چوکیو د بیا انتخاب لپاره یو شمېر کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دی.

د کرمې د قومي اسمبلۍ پر چوکۍ ولاړ کاندید ملک بدالزمان مشال راډیو ته وویل چې له شپږو میاشتو یې الیکشن کمېشن ته درخواست کړی چې په دې خوشې چوکۍ ژر تر ژره انتخابات وکړي.

ده وویل، تر دې وړاندې هم دا چوکۍ پنځه کاله خوشې پرته وه او تر اوسه د هغې کمی نه دی پوره کړل شوی.

نوموړي زیاته کړه، "موږ په تاوان کې روان یو او زموږ فنډونه نه دي ترلاسه شوي نو که اوس يې دا ضمني ټاکنې په وخت وکړې نو دا به د دې سیمې لپاره لویه ښېګړه وي."

پر هم دې چوکۍ ولاړ یو بل کاندید ملک لقمان مشال راډیو ته وویل، په قانون کې راغلي چې پر خالي چوکۍ به په دوو میاشتو کې بیا انتخاب کېږي.

خو د ده په خبره،‌ اوس چې الېکشن کمېشن دا اعلان کړی دی نو دوی خوشبینه دي چې د سیمې لپاره به يې استازی وټاکل شي.

د خېبرپښتونخوا د صوبایي الیکشن کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل چې پر دې چوکیو انتخابات ځکه ځنډېدلي چې د ۲۰۲۰م کال روان کال په جون میاشت کې په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغي ډېره زیاته وه.

ده وویل چې له هم دې کبله پر ګڼه ګوڼه د حکومت لخوا بندېز وو نو ځکه الیکشن کمېشن دا انتخابات وځنډول.

د کرمې د قومي اسمبلۍ چوکې د ۲۰۲۰م کال د جون پر دویمه د جمعیت علما اسلام ف ډلې د غړي منیر خان اورکزي تر مړینه وروسته خالي شوې وه.

د نوښار ضلعې د صوبایي اسمبلۍ چوکۍ بیا د واکمن پاکستان تحریک انصاف د غړي میا جمشېد الدین کاکا خېل د مړینې له کبله خالي شوې وه.

د دې تر څنګ به د سیند د صوبايي اسمبلۍ پر درو چوکیو ، د بلوچستان او پنجاب د صوبايي اسمبلۍ پر یوه یوه چوکۍ انتخابات کېږي.

د خیبر پښتونخوا له کرمې د قومي اسمبلۍ د چوکۍ په څېر به د پنجاب د قومي اسمبلۍ پر یوه چوکه هم بیا ټاکنې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG