د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ۸۶ کسان وژلي


دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دویمه څپه راغلې ده.  انځور پخوانی دی)
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دویمه څپه راغلې ده.  انځور پخوانی دی)

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر شواروز کې ۸۶ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۲۵۰ تنو ته ورسېده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر شواروز کې نور څه د پاسه ۳،۱۷۹ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي‌دي.

د ویب پاڼې په لیکنه‌، له دې سره په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۵۴،۶۷۳ اوښتی خو ۴۰۴،۵۰۱ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

بلخوا د پېښور ضلعې انتظاميې د ښار په ۱۵ سیمو کې نیم ټول بند یا سمارټ لاک ډاون لګولی دی.

په خېبر پښتونخوا کې په تېر يو شواروز کې د کورونا ناروغۍ له کبله نهه تنه مړه شوي دي چې پکې اته له پېښور ښاره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دویمه څپه راغلې ده.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۹مې په ټوله نړۍ کې ۷۵،۷۰۰،۸۴۴ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۷۵،۲۹۲ ته رسېدلی دی. خو ۴۲،۶۹۰،۷۰۶ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG