د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره پر پولو د کورونا منفي ټیسټ لازمي ګرځولی 


 په تورخم او نورو دروازو هره ورځ په زرګونه کسان پاکستان ته ننوځي. (انځور تر کورونا وړاندې اخیستل شوی دی.)
 په تورخم او نورو دروازو هره ورځ په زرګونه کسان پاکستان ته ننوځي. (انځور تر کورونا وړاندې اخیستل شوی دی.)

د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ پر وخت د کورونا ناروغۍ منفي ټیسټ لازمي ګرځولی دی.

دا پرېکړه په پاکستان کې د کورونا ناروغۍ قابو کولو قامي ادارې کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم او چمن په ګډون پر ټولو دروازو د دسمبر له ۱۱مې د تګ راتګ لپاره د کورونا منفي‌ ټیسټ لازمی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې دروازو تېرېدونکی هر کس به د کورونا ناروغۍ منفي ټیسټ ښکاره کوي خو تر ۱۲ کالو کم عمره ماشومانو لپاره دا شرط نشته.

د پاکستان حکومت ویلي چې پر ټولو سرحدي پولو مامور چارواکو ته امر ورکړل شوی دی چې د کورونا ناروغۍ مخنیوي تازه لارښوونې دې عملي کړي.

د سوداګرو او ټرانسپورټران مشران وایي هلته وار له مخه د طبي معاینې ډلې موجودې دي او د مسافرو معاینه کوي.

خو د دوی په وینا، دا به ډيره مشکله شي چې هر تن د کورونا لپاره ټیسټ وکړي او بیا پاکستان ته داخل کړل شي.

په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې مشر او کسټم کلیرنګ ایجنټ واحد شینواري مشال راډیو ته وویل چې هلته وار له مخه تګ راتګ ډېر ګران دی او د کورونا ټیسټ به د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي.

ده وویل پوښتنه راپورته کړه چې د کورونا ټيسټ یوه اونۍ وخت غواړي نو یو افغان تجار به په تورخم مزي باندې څومره انتظار کوي؟

واحد شنواري زیاته کړه، "زما خیال نه دی چې بیا څوک سودا لپاره پیښور او لاهور ته لاړ شي او کاروبار وکړي او له دې سره به پر کاروبار ډير اثر پریوځي."

ده غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې پر پولو ضروري طبي معاینه کوي او دا د ټيسټ شرط دې ختم کړي.

د خیبر ضلعې مرکز لواړګي – لنډي کوتل - مرکزي روغتون مشر نیک داد اپریدی وایي چې دوی پر تورخم د اوښتونکي هر کس معاینه کوي او چې په چا کې د کورونا اثرات وي نو روغتون ته یې وړي.

ده وویل، "د دې لپاره موږ پوره انتظامات کړي دي، ۱۳۰ کټونه مو د – ایسولېشن لپاره یښي دي او هلته کارکوونکو ته مو تربیت ورکړی دی."

په تورخم کې د پاکستان یو سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی ته د کورونا قابو کولو قومي ادارې ویلي چې پر تورخم د تګ راتګ کوونکو د ټیسټونو کتل عملي کړي.

نوموړي وویل چې یادې ادارې ته یې په ډاګه کړې چې د ده په وینا، دا کار دومره زر نشي عملي کیدای.

ده زیاته کړه چې دا به ځکه وخت اخلي چې په تورخم دروازه د ورځې شاوخوا ۱۰ زره کسان پاکستان ته ننوځي او د دوی ټیسټونه کتل ډېر مشکل دي.

د افغانستان د حکومت له خوا تر اوسه د پاکستان د دې شرط په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا ناورغۍ په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ نور کسان وژلي او ۲۷۲۹ نوي کسان یې نیولي دي.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو خپرونکې سرکاري ویب پاڼې د دسمبر پر ۱۲مه سهار لیکلي چې له دې سره په ملک کې د کورونا وهلیو شمېره څلور لاکه ۳۵ زره ۵۶ ته پورته شوې ده.

په دې کې ۳۸۱ زره نه زیات کسان بیرته ښه شوي هم دي خو ۸۷۲۴ کسانو خپل ژوند بایللی.

د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې د کورونا له دویمې څپې سره مخ دی خو سمارټ لاک ډاون یا نرم ټولبند یې لګولی دی.

XS
SM
MD
LG