د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ویناوال: نه دې مسوولین فساد کوي او نه دې نور فساد ته پرېږدي


خوستیوال وايي، که حکومتي اداره د ولس اعتماد حاصل کړي، ولس به ولې بل چیرې ولاړ شي او یا به واټن واخلي.

د خوست قومي مخور، مدني فعالان او روڼ اندي وايي، چې د حکومت او ولس تر منځ د واټن، د خلکو د ناهیلیو او روانې جګړې اصلي لامل په دې هېواد کې د اداري فساد شتون دی.

دوی چې، د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خوست کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت او نورو بیلابیلو ادارو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولسونو د رضایت په خاطر دې د فساد مخنیوی وکړي.

ویناوالو زیاتوله، په فساد او جګړه کې د یوې وړې ډلې ګټې خوندي کیږي، خو زیان، ملامتي او بربادي يې ټول ولس زغمي.

د امید موسسې لخوا چې دا غونډه يې رابللې وه، ولایتي مسوول يې نعمت الله کریمي مشال راډیو ته وویل، لدې ناستې موخه داده چې په دې موقع مشران او مسوولین ولس سره ژمنه کوي، چې نه به فساد کوي او نه به نورو ته د فساد اجازه ورکوي.

د باک ولسوالۍ یو قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل وايي، په ډېریو ادارو کې له فساد پرته کار نه کیږي:

"اداري فساد اوج ته رسیدلی دی، خلک ډېر په عذاب شوي دي، کوم قانوني کار چې کیږي، افغانۍ او ډالر به پرې ورکوي، له هغې پرته يې کار نه کیږي، نور مو له حکومت دا غوښتنه ده چې له هېواده دې د اداري فساد لمنه ټوله کړي، د فساد له کبله نړیوال په افغانستان پوره باور نه کوي، ولسونه د اداري فساد په مخنیوي کې د حکومت تر شاه ولاړ دي، که هغوی وغواړي."

ویناوالو زیاتوله، په فساد او جګړه کې د یوې وړې ډلې ګټې خوندي کیږي، خو زیان، ملامتي او بربادي يې ټول ولس زغمي.
ویناوالو زیاتوله، په فساد او جګړه کې د یوې وړې ډلې ګټې خوندي کیږي، خو زیان، ملامتي او بربادي يې ټول ولس زغمي.

د محمدزمان نظري په نوم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مامور هم وايي، افغان حکومت تر اوسه د اداري فساد د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او د ولس قناعت هم نه دی حاصل شوی.

نظري پدې وروستیو کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني لخوا د فساد پر ضد د ۵ کسیز کمیسیون ټاکل یو ښه ګام بولي او هیله څرګندوي، چې دا کمیسیون به پدې برخه کې ګټور تمام شي.

قومي مشر رسول محمدخان تڼي هم غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې اداري فساد د حکومت او ولس د واټن د پیدا کیدو لامل شوی دی.

نوموړی وايي، که حکومتي اداره د ولس اعتماد حاصل کړي، ولس به ولې بل چیرې ولاړ شي او یا به واټن واخلي.

ده زیاته کړه، د یوې رڼې ادارې د رامنځته کیدو په صورت کې به خلک د هغو په مقابل کې ودریږي، چې ورانکاري عملونه کوي.

د ښاغلي تڼي په وینا، اوس خو دا پلمه ده چې وايي، له فساده ډکې ادارې سره څنګه کمک وکړي؟

بلخوا خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازي په خپلو خبرو کې ومنله، چې اداري فساد زموږ د وجود هرې برخې ته داخل شوی دی.

د خوست والي په وینا، که فساد نه وي او حق حقدار ته ورسیږي، جنګ په خپله ختمیږي، ځکه جنګ او فساد یوه وړه ډله خلک تغذیه کوي، خو د جنګ قرباني بیا ددې خاورې دا بې دفاع ولس دی.

مهمند کټوازي د غونډې ګډونوالو ته وویل، نه خپله فساد کوي او نه نورو ته د فساد اجازه ورکوي، د فسادګرو پر وړاندې مبارزه کوي او هغه څوک يې ملګری دی، چې پدې هدف کې يې ملګرتیا وکړي.

کله له یوې خوا د خوست اوسیدونکي پدې هېواد کې د ډیریو ستونزو بنیادي لامل اداري فساد بولي، خو تر څنګ يې ملي او نړیوالو نورو بنسټونو هم پدې هېواد کې د فساد سره د مبارزې پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.

سیګار هم امریکايي مسوولینو ته په یو لیک کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه له لاسته راوړونو ډکه نه ده بللې او ویلي يې دي، چې دا مبارزه تر ډېره د کاغذونو پرمخ او غونډو ورټوله ده.

XS
SM
MD
LG