د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د فساد ضد کريکټ سیالۍ پیل شوې


د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت د شفافیت په نوم د کريکټ دا سیالۍ پیل شوې
د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت د شفافیت په نوم د کريکټ دا سیالۍ پیل شوې

د دېسېمبر پر نهمه د فساد ضد نړیوالې ورځې په تړاو په ننګرهار کې د افغانانو د همغږۍ ادارې له لورې د شفافیت په نوم د کريکټ ټورنمنټ پیل شو چې اته ټیمونه به د یوې اوونۍ په دوران کې په دوه ګروپونو کې سره لوبېږي.

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې يوه يې د عباد قریشي کريکټ کلب او بله هغه يې د ښېوې زلمي کريکټ کلب وګټله.

د فساد پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت د شفافیت په نوم د کريکټ دا سیالۍ چې تابیا يې د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ ادارې نیولې، د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ډسبمر په نهمه نېټه پیل شوې. په ټورنمنټ یا سیالۍ کې به په دوه ګروپونو کې اته ټیمونه د يوې اوونۍ په دوران کې پینځلس لوبې کوي.

د ټورنمنټ تر پیلېدو وړاندې د یادې ادارې اجرایوي مشر صداقت علي ضیا مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې ځوانان له فساد سره مبارزې ته وهڅوي:

" اوس هم فساد په افغانستان کې جدي ستونزه ده. باید ځوانان خپل مسوولیت د فساد له منځه وړلو کې ادا کړي. د همدې هدف لپاره موږ دا ټورنمنټ جوړ کړی چې نن (د ډسمبرپه نهمه) پیل شو. دا به یوه هفته دوام ولري. د زون په کچه په کې اته ټیمونه دي چې د ملي ټیم لوبغاړي به هم په کې لوبه کوي."

د کريکټ په دې ټورنمنټ کې د سولې، ختیځ، عباد قرېشي، عمر، راشد خان، ستانکزی ټایګرکابل، فرهاد مومند او ښېوه زلمي کريکټ کلبونو برخه اخیستې لري.

د عمر کریکټ کلب مشر اسد عمر د ټورنمنټ په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:"فساد ټولنه د بربادۍ لور ته بیايي. نبي (ع) وايي چې په رشوت اخیستوونکي او ورکوونکي باندې دې لعنت وي. باید چې ځانونه ترې وساتو. په همدې نيت راغلي یوو چې د شفافیت دا ټرافي موږ وګټو."

د خېوه زلمي کريکټ کلب کپتان ولي محمد میر مشال راډيو سره په خبرو کې، تمه څرګنده کړه چې د کريکټ په دې ټورنمنټ کې د ملي ټیم د لوبغاړو په لرلو سره د شفافیت په نوم د سیالۍ جام وګټي.

د خېوه زلمي کريکټ کلب د تیم غړي
د خېوه زلمي کريکټ کلب د تیم غړي

نوموړي وویل: "هر هغه ټیم یا لوبغاړي چې ډګر ته راووځي، نو هوډ لري چې دا لوبه به موږ ګټو. له فساد سره به مبارزه هم کوو. مورال مو ښه دی. په ټیم کې درې ملي لوبغاړي لرو چې یو زبېر اکبري دی، شوکت زما دی او بل اکبر موسی زی دی. طمعه لرو چې د کريکټ دا سیالۍ به موږ وګټو."

د شفافیت په نامه د کريکټ د دې سیالۍ په لومړۍ ورځ د عباد قریشي کریکټ کلب او سولي کریکټ کلب ټیمونو تر منځ لومړۍ لس اورېزه لوبه وشوه چې د عباد قریشي ټیم ۹۶ منډې جوړې کړي خو د سولې کريکټ ټیم د لسو لوبغاړو په سوزېدو سره ۶۸ منډې جوړې کړې او لوبه يې وبایلله.

دویمه لوبه د ستانکزي ټایګر کابل کلب او ځیوه زلمي کریکټ کلب تر منځ وشوه چې ستانکزي کلب په لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوزېدو سره ۹۱ منډې هدف ورکړ خو د خېوه زلمي کریکټ کلب په دې توانېدو چې په اوه نیمو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوزيدو سره ۹۴ منډې جوړې کړي.

د کريکټ د دې سیالۍ جوړونکي وايي چې پاتې میچونه چې یوه اوونۍ به دوام وکړي، د هر ټیم تر منځ به شل اورېزې لوبې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG