د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا لومړی تلین ولمانځل شو


د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ناکامورا تلینغونډې ته وینا کوي: ۲۰۲۰، ۸ ډیسېمبر
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ناکامورا تلینغونډې ته وینا کوي: ۲۰۲۰، ۸ ډیسېمبر

د ننګرهار چارواکو د يوې ولسي غونډه په تر سره کولو سره د جاپاني موسسې پي ایم ایس د پخواني مشر ډاکټر ناکامورا لومړي تلین ولمانځه او تر څنګ يې د یادې موسسې له مسوولینو سره د څه باندې یو میليون ډالرو په ارزښت د یوه نوي سربند د جوړېدو قرارداد لاسلیک کړ.


ناکامورا د تېرو شپاړسو کلونو په موده کې د کونړ پر سیند د ننګرهار ښېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته سربندونه جوړ کړي، په زرګونو جریبه دښتې يې خړوبې کړې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې ښوونځي، مدرسې او کلینکونه هم جوړ کړي ول.

نوموړی د ۲۰۱۹ز کال د ډسمبر په څلورمه نيټه په جلال اباد ښار کې د څلورتنو ساتوونکو او يوه ډرېور سره يوځای په یوه هدفي برید کې وژل شوی و.

ننګرهار کې د ناکامورا لومړنۍ تلیغونډه: ۲۰۲۰، ۰۸ دیسمبر
ننګرهار کې د ناکامورا لومړنۍ تلیغونډه: ۲۰۲۰، ۰۸ دیسمبر

د ډاکټر تیتڅو ناکامورا لومړی تلین د ډسمبر پر اتمه نېټه د ننګرهار ولایت مقام په انګړ کې ولمانځل شو.

په دې یادغونډه کې د پي ايم ايس موسسې یو تن مسوول ضیاالرحمن امرخېل د یادې موسسې د نوي رييس ډاکټر «مسانو موراکامي» پېغام ولوست چې په یوه برخه کې يې راغلي ول:

"ناکامورا په دې خیال کې و چې څنګه د خلکو په ژوند کې بدلو ن راولي. خو پر داسې مهال ومړ چې د هغه خيالونه په واقعیت اوښتل. د سربندونو په جوړېدو او د ګمبېري دښتې په ابادېدو، کوم چې په ننګرهار کې موقعیت لري. پی ایم ایس به د ډاکټر ناکامورا تګلاره تعقیبوي او د هغه طبي، اوبو لګولو او دښتو خړوبولو پروژې پر مخ وړي."

د ننګرهار د ولس په استازیتوب د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد په خپلو خبرو کې د ننګرهار په ولایتي ادارې غږ وکړ چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
نوموړي وویل:

د افغانستان جاپانی خدايي خدمتګار ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د پي ایم ایس موسسې او ډاکټر ناکامورا له کړيو کارونو د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د هغه قاتلین به پیدا کوي او قانون منګولو ته به يې سپاري.

"له کومې ورځې چې ننګرهار ته راغلی یم، همېش مې د ملي امنیت له رييس سره په دې بحث کړی چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین څنګه پیدا کړو. څو تنه چې په دې قضیه کې نيول شوي، له هغوی څخه یو څه معلومات تر لاسه شوي، خو امیدواره یم چې يوه ورځ به د هغه قاتلین پیدا کړو او اطمنان هم درکوم چې دا به پیدا کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي. ځکه چې په دې برخه کې تعهد موجود دی. که چېرې موږ دا کار ونه کړو، دا له افغانستان سره جفا ده او دا له ناکامورا سره جفا ده."

د تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

ناکامورا په تېرو شپاړسو کلونو کې د پي ایم ایس موسسې تر چتر لاندې د کونړ له سینده، د ننګرهار خېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته د سربندونو په جوړولو سره ۷۴ میتره مکعبه اوبه پورته کړي چې ۲۲۹۵۵ هکتاره ځمکه خړوبوي او تر څنګ يې په ځینو ولسوالیو کې، جومات، کلینیکونه او مدرسې هم جوړې کړې وې.

ناکامورا ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تر سره کړيو خدمتونو په ویاړ عالي دولتي مډال او افتخاري افغان هویت ورکړي وو.

ډاکټر ناکامورا چې ځینو کسانو کاکا مراد باله، په ۱۹۴۶ز کال د ستمبر په ۱۵مه نېټه په جاچان کې زیږېدلی و، په ۲۰۱۹ز کال د دسمبر په څلورمه نېټه د څلورو افغان ساتوونکو او يوه ‌ډرېور سره يو ځای په جلال اباد ښار کې په یوه هدفي برېد کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG