د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د اوبو د ۹ ذخیروي بندونو د جوړولو کار پیل شو


د خوست قومي مخور او فعالان د اوبو په وړو بندونو د کار د پیل هرکلۍ کړی
د خوست قومي مخور او فعالان د اوبو په وړو بندونو د کار د پیل هرکلۍ کړی

د ډېسېمبر پر پنځمه د خوست په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د نهو وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار پیل شو.

د خوست اوسیدونکو په وروستیو ا۱۸ کلونو کې په پرلپسې توګه له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو پدې ولایت کې د اوبو د لویو او وړو ذخیروي بندونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

چارواکي وايي، د دې بندونو په جوړیدو سره به له یوې خوا د سیلابونو څخه د پيښیدونکو زیانونو کچه راټیټه شي او بل لوري ته به په مستقیم ډول ۱۱ زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.

بل لوري ته د خوست قومي مخور او فعالان د اوبو په وړو بندونو د کار د پیل هرکلی کوي او وايي، افغان حکومت دې په خوست کې د دا ډول نورو بندونو جوړولو ته هم فنډونه ورکړي.

د خوست په مرکز او پنځو ولسوالیو تڼیو، ځاځي میدان، ګربزو، باک او اسماعیل خېل او مندوزیو کې د اوبو د نهو وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار د خوست د مرکز اړوند د څړبني پر خوړ د یو ذخیروي بند د بنسټ ډبرې په کېښودو پیل شو.

د کار په پیل ځای کې د خوست د شمل خرم د فرعي حوزې رئیس انجینر ذین الله نسیمي مشال راډیو ته وویل، ددې بندونو په جوړولو چې د اوبو د چارو د تنظیم اداره ۹۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کوي، ۶لکه ۱۶۵۰۰ متر مکعب اوبه ذخیره شي.

چارواکي وايي، ددې بندونو په جوړیدو سره به له یوې خوا د سیلابونو څخه د پيښیدونکو زیانونو کچه راټیټه شي
چارواکي وايي، ددې بندونو په جوړیدو سره به له یوې خوا د سیلابونو څخه د پيښیدونکو زیانونو کچه راټیټه شي

نسیمي زیاته کړه:

"دا ۹ نهه د اوبو واړه ذخیروي بندونه د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو، تڼيو، ګربزو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې جوړیږي. له دې سره به د سیلابونو سرعت راکم شي، په ضمن کې به زیرزمیني اوبه تقویه شي . پدې کې به ۵۰۰ کاریګر کار کوي، چارې به يې د اتو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي، له دې ډیمونو به ۱۱ زره کورنۍ ګټه پورته کړي."

د خوست اوسیدونکي هم دې ته خوشاله دي، چې د هغوی د کلونو-کلونو غوښتنو وروسته پدې ولایت کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیلیږي.

قومي مشر حاجي نواز خان تڼی وايي، چې په څړبني کې د اوبو د ذخیروي بند د جوړیدو په پرانیسته کې يې برخه اخیستې وه، وویل، خوست یوه غریزه سیمه ده، چې موسمي بارانونه لري.

د خوست اوسیدونکي هم دې خوشاله دي، چې د کلونو-کلونو غوښتنو وروسته پدې ولایت کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیلیږي.
د خوست اوسیدونکي هم دې خوشاله دي، چې د کلونو-کلونو غوښتنو وروسته پدې ولایت کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیلیږي.

دی زیاتوي، په خوست کې د اوبو د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره ډیرې سیمې شته او کچیرې حکومت پدې ځای دا ډول بندونه جوړ کړي، نه یوازې د زیانونو مخنیوی به یې وشي، بلکې ورسره به په زرګونو جریبه شاړې ځمکې ابادې او د خلکو د اوبو اړتیاوې به پوره کړي.

د خوست والي مهمند کټوازي وویل، چې په ټوله نړۍ د تودجې د درجې په لوړیدو سره د ځمکې د سر او لاندې اوبو کې کمښت راغلی، چې د دې ډیمونو په جوړیدو سره به دلته د ځمکې د لاندې اوبو سطحه راپورته شي.

د خوست والي د پروژې له قراردادي غوښتنه وکړه، چې پروژه د پلان او معیارونو مطابق پلي کړي او هغه پيسې چې په بډو او نورو غیر قانوني لارو مصرفوي، هغه دې په دې ډیمونو ولګوي.

خوست چې موسمي او شړکنده بارانونه لري، په ډیریو سیمو کې يې خوړونه او سیلابونه راوځي، چې نه یوازې کرنیزې ځمکې ورسره تخریبیږي، بلکې د خلکو کورونو او څارویو ته هم زیان رسوي.

که څه هم په دې وروستیو کې د خوست په یو شمېر سیمو کې نسبتاً لوی پلونه جوړ شوي، چې ورسره له ښاره اطرافي سیمو ته تګ راتګ څه نا څه اسان شوی، خو بیا هم په ډېرو نورو سیمو کې د نویو پلونو او بندونو جوړول ددې ولایت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG