د افغانستان ولسمشر وايي، په قطر کې د سولې روانې مذاکرې دویم پړاو ته داخلې شوې دې.
محمد اشرف غني د ډېسېمبر پر پنځمه په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیست غونډه کې وویل، د دغو مذاکرو لومړی پړاو سخت و. غني وویل،اوس چې دویمې مرحلې ته داخلېږي، د مشورې ضرورت به هره اوونۍ وي.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې د لارې پر نقشه ټینګار وکړ.
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو خبرې د سېپټمبر له ۱۲ مې روانې دي، چې تېره اوونۍ د اصلي مذاکرو پر کړنلار موافقه وشوه.
دا لا معلومه نه ده، چې اصلي مذاکرې به کله پیلېږي.
عبدالله دغې پرانیست غونډې ته وویل: "د مشرتابه کمېټې د کار پیلول، د ملي اجماع د تقویت لپاره موثر ګام دی، د سیاسي موافقې پر اساس، مذاکره کوونکی هیئت ستاسو لارښوونو ته سخته اړتیا لري."
عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د سولې پروسې په وړاندې اصلي خنډ دی.
د ملي مصالحې عالي شورا د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې له مخې شپږمیاشتې مخکې د سولې پروسې د رهبرۍ لپاره ایجاده شوه.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی او طالبان د خبرو د پیل پر تګلارې هوکړې ته رسېدلي دي.
د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو په دوحه کې له څه کم درې میاشتو خبرو وروسته د ډېسېمبر پر دوهمه اعلان وکړ چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره سلا شوي دي.
د فېسبوک تبصرې