د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا سیمې په ځانګړي ډول دوحې ته د زلمي خلیلزاد نوی سفر د اوربند د ټېنګېدو په برخه کې مهم بللی.
ښکاري چې په قطر کې د سولې خبرو پېچلې غوټه د پرانیستل کېدو په حال کې ده. تازه د ملي مصالحې عالي شورا د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته هیله ښايي او وايي، دا پرمختګونه به اوربند ته زمینه برابره کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سولې خبرو کې د نړیوال ملاتړ خپلولو او د تلپاتې اوربند د ټینګېدو په برخه کې د مرستې لپاره د سیمې هېوادونو ته له خپل سفر خبر ورکوي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د خلیلزاد دا سفر به د اوربند د اعلان په برخه کې اغېز ولري.
هغه زیاته کړه: "خلیلزاد اغېزمنه څهره ده او هغه مسله چې په مخکې پرته ده، یعنې اوربند دا هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، په دې برخه کې باید دا لا نوره ډېره مرسته وکړي او شخصا زه پر دې یقین لرم چې اغېز لرلای شي. "
په ښکاره سیمې ته د خلیلزاد سفر د سولې د خبرو لپاره پر تګلارې د دواړو لوریو له هوکړې وروسته پیلېږي.
خلیلزاد د ډېسېمبر پر دریمه پر ټوېټر لیکلي چې د سیمې د سفر په لومړي پړاو کې انقرې ته ځي او تر هغې وروسته به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاویو سره په ملاقات کې وګوري چې امریکا د سولې خبرو د طرزالعمل په لړ کې د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولای شي چې د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.
نوموړی زیاتوي: "له هغه ځای وروسته به دوحې ته ولاړ شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارې په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولای شو چې مرسته وکړو، څو د یوې سیاسي نقشې او تلپاتې او هر اړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي."
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته به یې سفرونه دوام ولري، څو د افغانستان د سولې لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ را خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی او طالبان د خبرو د پیل پر تګلارې هوکړې ته رسېدلي دي.
د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو په دوحه کې له څه کم درې میاشتو خبرو وروسته د ډېسېمبر پر دوهمه اعلان وکړ چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره سلا شوي دي.
د فېسبوک تبصرې