د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: موټر بم چاودنې ۳ سرتیري وژلي، ۱۹ ولسي وګړي ټپیان دي


په ګردیز کې هغه ځای چې د دیسمبر په درېيمه پکې پر امنيتي سرتیرو موټربم چاودنه وشوه
په ګردیز کې هغه ځای چې د دیسمبر په درېيمه پکې پر امنيتي سرتیرو موټربم چاودنه وشوه

افغان چارواکي وايي‌د پکتيا په ګردېز ښار کې د افغانستان د استخباراتي ادارې يا ملي‌امنيت د سرتيرو پر ګزمه موټر بم چاودنه شوې ده.

د دیسمبر په درېيمه شوې دې حمله کې درې سرتيري وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل مشال راډيو ته د دیسمبر په درېيمه وویل، چې چاودنه د ګردیز ښار په خوست لین کې شوې ده. دده په وینا، په دې چاودنه کې د خلکو کورونو، دوکانونو او مارکیټونو ته په ډېره اندازه زیان رسیدلی دی.

منګل زیاته کړه: ((د هیواد او سولې دښمنانو نن ماښام د پکتیا مرکز ګرديز - خوست په لین پر امنیتي ګزمې موټر بم چاودنه شوې چې په پایله کې یې بدبختانه ۱۹ ملکي وګړي ټپیان او ۳ تنه د ملي امنیت سرتېري شهیدان شوي دي.))

دا برید تر هغه څو ساعته وروسته وشو چې نن (د پنجشنبې په ورځ) له غرمې مخکې ملي امنیت ریاست رسنیو ته په بیلابیلو عملیاتو کې ۱۴ نیول شوي وسله وال وښودل.

د چارواکو په وینا دغو کسانو په ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو کې يې په لاس لرلو اعتراف کړی وو.

که څه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته وويل چې دوی ددې برید په اړه مالومات راټولوي.

XS
SM
MD
LG