د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې ۱۴وسله وال طالبان نیول شوي


امنتي چارواکي وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی
امنتي چارواکي وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی

د افغانستان پکتیا ولايت چارواکي وايي د استخباراتو ادارې یا ملي امنیت ځواکونو له خوا په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان نیول شوي دي.

د دېسمبر پر درېیمه د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل مشال راډيو ته وویل، چې نیول شویو کسانو، په هدفي وژنو او د دولت پر ضد په نورو جګړه ییزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس لاره.

د پکتیا د والي ویاند زیاتوي، چې یاد کسان د یوې اونۍ په موده کې د پکتیا په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي.

نوموړی وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی: ((دې کسانو وسله والو سره په بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې فعاله ونډه درلوده. دوی په ځينو جرمونو کې لاس درلودل منلي‌. دوی سره وسلې هم نيول شوي دي.))

چارواکي وايي، یاد کسان د یوې اونۍ په موده کې د پکتیا په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي.
چارواکي وايي، یاد کسان د یوې اونۍ په موده کې د پکتیا په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي.

د ملي امنیت لخوا نیول شويو دوه کسانو احمدالله او ابرار هم رسنیو سره په خبرو کې په خپل جرم اعتراف کاوه او ويل یې، چې د طالبانو د حقاني شبکې غړي دي چې د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې په وسلوالو فعالیتونو بوخت ول.

تر اوسه پورې طالبانو او حقاني‌شبکې په دې اړه څه نه دې ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار ولایت کې د نومبر پر ۳۰مه هم دوه تنه چې 'ځانمرګو بريدونو' ته چمتو شوي ول، د افغان ملي امنیت ځواکونو لخو نیول شوي ول.

د ننګرهار چارواکو د نومبر پر ۳۰مه نېټه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ځانمرګو برېدونو په تړاو نیول شوي کسان د ولایت مقام په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول.

XS
SM
MD
LG