د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: افغان ځواکونو دوه مشکوک ځانمرګي بریدګر نيولي


د ځانمرګو بریدونو په تړاو نیول شوي کسان د ولایت مقام په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول شول.
د ځانمرګو بریدونو په تړاو نیول شوي کسان د ولایت مقام په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول شول.

د ننګرهار چارواکي وايي، دوه تنه چې 'ځانمرګو بريدونو' ته چمتو شوي ول، د ملي امنیت ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې موخې ته تر رسېدو د مخه نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

د ننګرهار چارواکو د نومبر په ۳۰مه نېټه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ځانمرګو برېدونو په تړاو نیول شوي کسان د ولایت مقام په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول.

په دې موقع د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل رسنیو ته وویل، د ملي امنيت ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې دوه تنه چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي ول، نیولي دي.
نوموړي وويل:

"یو تن چې نوم یې عبدالله او د شاه محمود زوی دی، د کونړ ولایت اوسېدونکی دی. د ابو سعید په نوم د يوه تن لخوا ځانمرګي برید ته چمتو شوی و، د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې نیول شوی دی. دویم کس ظهیر الله د جمدر زوی دی، د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د جلال اباد ښار په نارنج باغ کې اوسېږي، د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی دی."

.د ننګرهار چاوراکي وايي، نیول شوي کسان د داعش ډلې لخوا ځانمرکي ته اماده شوي ول
.د ننګرهار چاوراکي وايي، نیول شوي کسان د داعش ډلې لخوا ځانمرکي ته اماده شوي ول

امرخېل زیاتوي چې یو تن يې د وسله والو طالبانو له خوا او بل يې د داعش ډلې له خوا ځانمرګو بريدونو ته چمتو شوي ول:

"دواړو انتحاریانو اقرار کړی چې دوی په عامه تاسساتو، ځینو مسوولینو او په هر ځای چې يې لاس بر شي، امنیت خراب کړي او زموږ کړنو ته صدمه ورسوي. مګر په دې خفه یوو چې په دوی کې یو کس چې د اتلس کلنۍ عمر يې نه دی بشپړ کړی، د دښمن هڅه دا ده چې له ماشومانو څخه استفاده وکړي، د هغوی عمر چې د تعلیم، زده کړې، پوهنتون او مکتب وي، د هغې په ځای وژنې، انتحار او ځانمرګو بريدونو ته برابروي. په دوی کې یو تن د طالبانو لخوا او بل هغه يې د داعش ډلې لخوا انتحار ته اماده شوي ول."

والي امرخېل زیاتوي چې د ملي امنیت ځواکونو هممهاله په شینوارو ولسوالۍ کې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه واسکټونه هم نیولي دي او ګمان کېږي چې دې نیول شويو کسانو ته چمتو شوي ول.

XS
SM
MD
LG