د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي، د پروفیسر لیاقت ساني بنګلزي خوشې کولو هڅې روانې دي


پروفېسر لیاقت ساني بنګلزی په بلوچستان پوهنتون کې د براهوۍ ژبې د څانګې مشر دی.
پروفېسر لیاقت ساني بنګلزی په بلوچستان پوهنتون کې د براهوۍ ژبې د څانګې مشر دی.

د بلوچستان حکومت وايي په تښتول شویو درېو پروفېسرانو کې دوه خوشې شوي خو درېیم یې لا هم د وسله والو په ولکه کې دی.

د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د نومبر په ۲۹ مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان پوهنتون دغه درې پروفېسران د نومبر پر ۲۸مه په مستونګ ضلع کې مخ پټو وسله والو اغوا کړي وو.

ده وویل، "دا درې پروفېسران لیاقت ساني بنګلزی، شبیر شاهواني او نظام شاهواني خضدار ضلعې ته د امتحاناتو د څارنې لپاره روان وو چې وسله والو اغوا کړل. بیا ماښام وخت کې یې شبیر شاهواني او نظام شاهواني د مستونګ په کانک سیمه کې خوشي کړل خو لیاقت ساني یې له ځان سره یووړ."

د لیاقت شاهواني په وینا، خوشي شویو پروفېسرانو د مستونګ ضلعې ډپټي کمیشنر په دفتر کې د دې پېښې رپورټ درج کړ چې وسله والو یې له نیولو سره سم په سترګو پټۍ وتړلې.

لیاقت شاهواني زیاته کړه چې دوی د لیاقت سني د خوشي کولو لپاره سمدستي هڅې پیل کړې چې لا هم دوام لري.

پروفېسر لیاقت ساني بنګلزی په بلوچستان پوهنتون کې د براهوۍ ژبې د څانګې مشر دی.

په یاد پوهنتون کې د استادانو د اتحادیې مشر کلیم الله بړېڅي له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې پېښې غندنه وکړه.

ده وویل چې حکومت دې زر تر زره د لیاقت سني د خوشي کولو لپاره اقدامات وکړي.

کلیم الله بړېڅي‌ زیاته کړه، "په سپینه ورځ د مستونګ په لویه لاره یې زموږ استادان اغوا کړي ول، دا ډېره د تشویش خبره ده. موږ به د دې پر ضد د کوټې پریس کلب او د صوبايي اسمبلۍ مخې ته مظاهرې کوو."

ده زیاته کړه چې که بنګلزی بیا هم راخلاص نه شو نو دوی به له امتحاناتو بایکاټ کوي او د ګورنر دفتر مخې ته به پرلت وهي.

د کلیم الله بړېڅي په وینا، د دې ترڅنګ به د ملک په ټولو پوهنتونو کې د استادانو اتحادیې احتجاجونه کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن – ایچ ار سي پي - پخوانۍ مشره زهره یوسف وايي، حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې ناکامه ښکاري.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، "زده کوونکي اوچتېږي، استادان اوچتېږي، ډاکټران اوچتېږي، سوداګر اوچتېږي یعنې د ټولنې یوه طبقه هم ځان خوندي نه احساسوي."

د زهرې یوسف په وینا، د لادرکو خلکو زیاترو کورنیو له دوی ته ویلي چې امنیتي ادارې پکې ککړې دي.

دې زیاته کړه، "بلوڅ بېلتونپاله وسله وال هم وخت په وخت د خلکو په وژنو او تښتونو کې لاس لري. خو ذمه واري په هر حال کې د حکومت ده چې نه یوازې خلک له وسله والو وژغوري بلکې که کوم خلک د ریاست په نظر کې څه جرم کوي نو هغوی دې لادرکه کوي نه بلکې د ایین او قانون لاندې دې د هغوی پر ضد په ښکاره ډول کارروايي وکړي."

تر اوسه معلومه نه ده چې پروفېسر لیاقت ساني بنګلزی چا تښتولی دی.

په بلوچستان کې وخت په وخت د خلکو د تښتونو او وژنو پېښې کېږي.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، دوی د امنیت ټینګولو لپاره یو شمېر اقدامات کړي چې ورسره د ده په وینا، داسې پېښو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG