د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: له اسلامي هیوادونو د سولې پروسه کې مرسته غواړو


د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نایجر کې د سولې لپاره راټول شوي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران "د سولې او پرمختګ لپاره د ترهګرۍ پر ضد یووالي" په شعار سره ټول شوي دي.

دې غونډې ته له افغانستانه د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ورغلی او تمه ده د افغان سولې او ثبات له هڅو د ګډونوالو هېوادونو ملاتړ وغواړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب په دې اړه رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي: "دغه کنفرانس ته زموږ پیغام دا دی چې جنګ په افغانستان کې له شرعي لحاظه ناروا دی. د اسلامي نړۍ هېوادونه دې په افغانستان کې د جنګ په ناروا بللو سربېره له سولې او نظام ملاتړ وکړي چې په هغه کې د خلکو د مدني حقونو او جمهوري نظام په شمول د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي وي او د خلکو رایه د هغوی د سیاسي برخلیک ټاکونکې وي. تمه ده د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې، سوکالۍ او امنیت لپاره د هغوی د ملاتړ د جلب او هم د جنیوا د بریالي کنفرانس د پایلو په اړه جلا جلا لیدنې ترسره کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې

د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان په خپلو تېرو غونډو کې د افغانستان د سولې او ثبات په هڅو ټینګار کړی او طالبان یې د بریدونو بندولو ته هڅولي.

د دغه سازمان له هڅو سره-سره د افغانستان جګړه لا هم له عامو خلکو قرباني اخلي او د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بلل شوې ده.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سږنۍ غونډه تر ډېره د ترهګرو ډلو له خوا رامنځته شوېو ګواښونو او پر وړاندې یې د مبارزې په اهمیت څرخیږي.

د دغه سازمان سکرتر جنرال یوسف بن احمد العثيمين د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د بهرنیو چارو وزیرانو روانې غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ سره باید په ګډه مبارزه وشي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یوه څنډه
د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یوه څنډه

دی وايي: "دا چې موږ د دې دورې غونډې لپاره دا شعار غوره کړی چې موږ د پرمختګ او سولې لپاره د ترورېزم خلاف متحد یو په دې ټينګار کوي چې ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو خطرناکه او لوی ګواښ دی او د دې لپاره چې ترهګرۍ په پرمختګ او د مرستو په ګډو روابطو او بشري انکشاف منفي اغېزه کوي او هم د دې لپاره چې ترورېزم یوه نړیواله پدیده ده او پرته له استثنا ټول ګواښي نو په وړاندې یې ګډه مبارزه او زیارونه په کار دي."

د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان له ۵۷ غړیو هېوادونو یو شمېر په تېره بیا افغانستان له کلونو د ترهګرو ډلو د ګواښ یا هم په کورنیو جګړو کې ښکېل دي.

په افغانستان کې تېر ۱۹ کاله په وسله والو طالبانو سربېره القاعده او ورپسې داعش ډله او شاوخوا شل ترهګرې ډلې له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG