د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي چارواکي: په خوست کې جنايي پيښې کمې شوې دي


د خوست اوسېدونکي هم د پولیسو وروستي فعالیتونه بریالي بولي او وايي، چې په دې سره د جرایمو ګراف راټیټ شوی،
د خوست اوسېدونکي هم د پولیسو وروستي فعالیتونه بریالي بولي او وايي، چې په دې سره د جرایمو ګراف راټیټ شوی،

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې پدې ولایت کې د پولیسو د فعالیتونو په چټکیدو سره جنايي پيښې کمې شوي او د نشه يي توکو زیاتره کاروباریان له کورونو تښتیدلي دي.

د نومبر پر ۲۵مه د خوست امنیه قوماندان پاسوال داود امین مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې خوست ښار ته نږدې ټول داخلیدونکي خلک د پولیسو لخوا کنټرول او تلاشي کیږي.

ده په تېرو ۱۸ ورځو کې د پولیسو د لاسته راوړنو د یادولو پر مهال وویل، پدې موده کې ۵۵ کسان د قتل، ټپي کیدو، غلا او فریبکارۍ په تور نیول شوي شوي او ۴۴ میله بیلابیله وسله هم د پولیسو لاسته لویدلې ده.

پاسوال داود امین زیاته کړه: "بې تلاشۍ، بې کنټروله که څوک پلی دی، که موټرسایکل باندې دی او که په موټر کې دی، د ورځې لخوا ښار ته نشي داخلیدلی، دې فعالیتونو د جرایمو په کچه ډېر تاثیرات کړي دي او حتا صفر کړي يې دي، د نشه يي توکو پر ضد زموږ مبارزه دومره قوي ده، چې قاچاقبران يې ټول تښتیدلي او خپل کورونه يې خوشي کړي دي، دا د خلکو د همکارۍ برکت دی."

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل، په ښار او اطرافو کې يې په نشو ۶۶ روږدي کسان هم نیولي، چې د درملنې لپاره د معتادینو روغتون ته ورپېژندل شوي دي.

خوست د افغانستان له نسبتاً امن لرونکو ولایتونو دی، خو بیا هم په دې ځای کې د نشه يي توکو کاروبار او کارونه له جدي ستونزو څخه ده،
خوست د افغانستان له نسبتاً امن لرونکو ولایتونو دی، خو بیا هم په دې ځای کې د نشه يي توکو کاروبار او کارونه له جدي ستونزو څخه ده،

د خوست اوسېدونکي هم د پولیسو وروستي فعالیتونه بریالي بولي او وايي، چې په دې سره د جرایمو ګراف راټیټ شوی، خو غوښتنه کوي، چې دا ډول فعالیتونه دوامداره وساتل شي.

اسماعیل د تڼیو ولسوالۍ د دره ګي اوسېدونکی دی، چې یوه ورځ مخکې د موټر تښتونکو یوې ډلې ورڅخه موټر تښتولی وو.

ده وویل، سهار وختي يې ښار ته د خرڅانه لپاره ترکاري بار کړې وه، چې د سیګۍ په دښته کې ۵ وسله وال کسان ورمخې ته شول او موټر يې ورڅخه په زوره ونیوه.

ده وویل، کله يې چې د پولیسو پوستې ته خبر ورکړ، هغوی بې له ځنډه موټر تښتونکي تعقیب کړل، موټر تښتونکو موټر پرېښود، خو دوی په تېښته بریالي شول.

خوست د افغانستان له نسبتاً امن لرونکو ولایتونو دی، خو بیا هم په دې ځای کې د نشه يي توکو کاروبار او کارونه له جدي ستونزو څخه ده، چې خلکو يې تل د مخنیوي لپاره له امنیتي منسوبینو د قاطع اجرااتو غوښتنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG