د لاسرسي ځای

تازه خبر

زده کوونکو پیوستون مارچ د نومبر پر ۲۷


زده کوونکو پیوستون مارچ، ۲۰۱۹، ۲۹ نومبر
زده کوونکو پیوستون مارچ، ۲۰۱۹، ۲۹ نومبر

د پاکستان د مترقي او جمهوري زده کوونکیو اتحادیې د خپلو غوښتنو لپاره د نومبر پر ۲۷ په ټول هېواد کې خپل کلنی احتجاج کوي.

پروسږ کال هم پر دې نېټه د پاکستان تر پنځوسو زیاتو ښارونو کې په زرګونو زده کوونکیو مظاهرې او احتجاج کړی وو. دوی په پوهنتونونو کې د زده کونکیو د اتحادیو بحالولو، د جنسي ځورونو مخنیوي، په فیسونو کې د کمښت او نورو سهولتونو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کورونا وبا مخنیوي لپاره یو وار بیا د تعلیمي ادارو د بندولو اعلان کړی دی. په دې حالاتو کې به دا زده کوونکي خپل احتجاج څنګه کوي؟

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د جمهوري زدهکونکیو د اتحادیې مرکزي مشر ثاقب خورشید د نومبر په ۲۴ مه مشال رېډیو ته وویل، زده کوونکي د ټولنې تر ټولو ډېره ذمه واره او منظمه طبقه ده او د حالاتو په نزاکت پوهېږي. دی زیاتوي چې دوی به د کورونا وبا خورېدو مخنیوي لپاره په خپل منځ کې فاصله ساتي، نور احتاطي تدابیر به هم په پام کې نیسي.

نوموړی وايي، د دې وبا باوجود د زده کوونکو په فیسونو کې اضافه روانه ده، نورې مسلې یې ورځ په ورځ زیاتېږي نو په داسې حالاتو کې دوی حق لري چې واکمنانو ته خپل غږ ورسوي او د احتیاطي تدابیرو لاندې خپل احتجاج ریکارډ کړي.

ثاقب خورشید زیاته کړه چې د دې وبا لوجې به د احتجاج کوونکیو شمېر کم ساتي خو هڅه به کوي چې په مؤثره توګه خپل غږ پورته کړي.

دا راز په لاهور کې د مترقي او جمهوري زده کوونکیو اتحادیو د زدهکونکیو د مشترکه ایکشن کمیټۍ کنوینر مزمل خان کاکړ وايي د پاکستان په ۴۰ ښارونو کې به زده کوونکي د احتجاج لپاره را اوځي، خو د کورونا وبا لوجې به یې د پروسږ کال نه طریقه کار مختلفه وي.

دی وايي، مخکې به یې مارچ کاوه، ریلي به یې اېستله. خو سږ کال یې د کوویډ-۱۹ وبا له وجې یوازې احتجاجونه اعلان کړي دي.

د مزمل خان کاکړ په وینا په دې احتجاج کې به ورسره د زده کوونکیو تر پنځوسو زیات تنظیمونه برخه واخلي.

هلته په کوټه کې د مترقي او جمهوري زده کوونکیو د اتحادیې یوه مشره ولسمینه بړېڅې وايي کورونا وبا یو حقیقت دی او د مخنیوي لپاره به یې ټول احتیاطي تدابیر په پام کې نیسي خو د زده کونکیو د مشکلاتو حل کولو لپاره به خپل د احتجاج حق هم استعمالوي. ''زده کونکیو ته ډیر مشکلات دي. سکالرشپونه نشته، فیسونه زیات دي. په تیرو حکومتونو کې به مستحق زده کوونکیو ته لیپ ټاپ کمپیوټرونه ورکول کېده. د ایم فل او پي ایچ ډي فیسونه به ترې نه اخیستل کېده. اوس چې موږ ګورو داسې پیغلې شته، داسې ځوانان شته چې د پوهنتون د یو سیمیسټر فیس هم نشي جمع کولی.''

دا راز په پېښور کې د مترقي زده کوونکیو د اتحادیې یو مشر ذیشان ارمان وايي د تېر کال په نسبت یې د سږکال احتجاج لپاره ډېره تیاري کړې ده. دی زیاتوي د تېر کال په مارچ کې یې ځینې مسلې وې خو سږکال یې د احتجاج لپاره منظم بلان جوړ کړی دی. په پېښور پوهنتون کې چې د زده کوونکیو څومره اتحادیې دي د هغوی مشران یې په اعتماد کې اخیستي دي چې د زده کوونکیو د حقونو لپاره په دې احتجاج کې به پر یوځای درېږې او ګډې هلې ځلې به کوي.

دا چې د پروسږ کال احتجاج یې څه ګټه کړې وه او د سږکال احتجاج نه څه امیدونه لري؟

په کراچۍ کې د جمهوري زده کونکیو د اتحادیې یوه مشره نغمه بي بي وايي، اوس په میډیا کې هم د زده کونکیو د مشکلاتو په اړه بحثونه شروع شوي دي. په خاص توګه د دوی له احتجاجه پس د جنسي ځورونو په اړه بحثونه تاوده شوي دي. او تر ټولو لویه ګټه یې دا ده چې په زده کوونکيو کې د سیاسي ګوندنو د اله کار جوړېدو پرځای د خپلو حقونو لپاره د رایوځایکېدو اګاهي راغلې ده.

نغمه بي بي زیاتوي چې د ملیر په یوه پوهنتون کې د زده کونکیو اتحادیه بحاله کړل شوې او انتخابات یې هم شوي دي. د دې په خبره که څه هم په دې برخه کې لا ډیر کار پاتې دی خو د سیند د صوبايي اسمبلۍ له غړیو سره هم یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې شوي دي.

پروسږ کال هم د نومبر په ۲۷ مه د مترقي او جمهوري زده کوونکو اتحادیو له احتجاجه پس د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود او وزیراعظم عمران خان د زده کونکیو د غوښتنو په حق کې خبرې کړې وې خو لا هم په دې لړ کې د پام وړ کوم اقدامات نه تر سترګو کېږي. په دې هکله مو د شفقت محمود سره په بیا بيا د رابطې هڅه وکړه خو له نوموړي سره په خبرو کې بریالي نشو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG