د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره جنیوا کنفرانس ۲۰۲۰ پیل شو


ارشیف
ارشیف

د "افغانستان ۲۰۲۰" دوه ورځنی لوی مرستندویه کنفرانس نن د سویس هېواد په جینوا کې پیل شو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.

د افغان حکومت په دغه څلور کلن پروګرام کې، پایښتي سولې، خوراکي خوندیتوب، بېوزلۍ سره مبارزه، د دولتي بنسټونو ځان بسیاینه، پر عایداتي سرچینو پانګونه او له کرونا ویروس سره مبارزه شامله ده.

د دوشنبې او سېنشبې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د شااوخوا ۷۰ هېوادونو وزیران او د نړیوالو سازمانونو استازي انلاین سره راټول دي چېد افغانستان بیارغونې پروژو لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې ژمنې وکړي.

د بسپنه ورکوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د کرونا وبا خپرېدو جنګ ځپلی افغانستان له لا ډېرو ننګونو سره مخ کړی دی.

د دې کنفرانس پنځو ګډونوالو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ځینې هغه مرستې ښايي کمې کړي چې مخکې یې ژمنه کړې او یوشمېر سیاسي او د بشري حقونو شرطونه به ورپورې غوټه کړي.

نړیوال بانک خپل وروستي راپور کې ویلي، د کرونا وبا د خپرېدو له کبله به د افغانستان اقتصادي وده په ۱۰۰ کې پنځه نیم راولوېږي.

نړیوال بانک
نړیوال بانک

د بسپنه ورکوونکو هېوادونو په وروستي کنفرانس کې چې په ۲۰۱۶ م کال کې په بروکسل کې جوړ شوی و له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ م کال پورې د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالرو بسپنې ژمنه وشوه.

یو لوېدیځ ډیپلومات د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، دا مرستې ممکن په ۱۰۰ کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې راکمې شي، ځکه د دې ډیپلومات په وینا مرسته کوونکي هېوادونه خپله د کرونا د وبا له کبله له ستونزو سره مخ دي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني دې غونډې ته د سولې او پراختیا د پلان چوکاټ وړاندې کړي.

په دې پلان کې د اساسي پروژو تمویل او د میلیونونو کاري فرصتونو د رامنځته کولو سربېره د ډیموکراتیکو ادارو ملاتړ شامل دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان د مالیې وزارت یو لوړپوړي چارواکي ناصر صدیقي روېټرز ته ویلي، په دې کنفرانس کې به ډېر پر دې تمرکز وشي چې افغانستان د لېږد له لسیزې وروسته د ۲۰۲۴ م کال په پای کې پر خپل ځان بسیا شي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونو رئیس او د ایکو سازمان غړی اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې په ښې حکومتوالۍ او د اداري فساد پر ضد مبارزې پورې تړلې وي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې تر څنګ چې دا کنفرانس د نړیوالو مرستو د راټولولو لپاره افغان حکومت ته یو ښه فرصت ګڼي وايي، دا چې په تېر کې نړیوالې مرستې سمې نه دي لګول شوي، نړیوال باید دا ځل له افغان حکومت سره د خپلو مرستو لپاره شرایط سخت کړي.

د ولسی جرګي غړي نعمت الله کریاب وویل: "د نړۍ وضعیت ته په کتو ښکاري چې مرستې به د پخوا په شان نه وي او اوسنی مرستې به په شرایطو ورکوي، او ښه هم دا ده چې شرایط ډیر سخت شي ترڅو یو ملموسه پایله ورکړې او د افغانانو په خیر تمامه شي."

د ولسي جرګې بل غړي حفیظ الله جلیلي وویل: "د جینوا کنفرانس به یوه ډېره ښه لاسته راوړنه وي خو که افغانان وکولی شي په ښه توګه ګټه ترې پورته کړې، هغه مرستې چې نړیواله ټولنه یې د جینوا کنفرانس کې تصمیم لري د افغانانو لپاره به ډېرې ښې وي."

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی چې پکې د نږدې سلو دولتونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی. تمه ده چې نن دوشنبه د کنفرانس په لومړۍ ورځ د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشي.

په دویمه ورځ بیا چې د سهار په نهو بجو پيلېږي افغان ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له مهمو ویناوالو څخه وي.

امریکا متحده ایالتونه چې د افغانستان له لویو تمویلونکو او ستراتیژیکو متحدینو دی وار دمخه اعلان کړی چې په جینوا کنفرانس کې به د خپلو مرستو له تازه کولو ډاډ ورکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم تمه لري، چې په دغه کنفرانس کې نړیوال له افغانستان سره د پراخو مرستو ژمنې وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي ظفر وايي: "دا کنفرانس موږ ته ډېر مهم دی، ځکه چې افغانستان مخ په پراختیا هېواد دی، نو مالي ملاتړ ته موږ ډېره اړتیا لرو، موږ باید د دې کنفرانس له لارې نور مرستندوی ملاتړې هېوادونو پیدا او راتلونکي څلور کلونو کې دا مرستې په ښه توګه ولګوو."

د دې ښار بل اوسېدونکې فریبا وویل: "که په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړینو موضوعاتو لکه ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسایلو، هر اړخیز بحث وشي او په یادو برخو کې د ستونزو د حل لپاره کافي بودیجه په پام کې ونیسي، نو د کار کولی شي د افغانستان راتلونکي څلور کلونه یو څه تضمین کړي."

تېر ځل په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې پکې د ۱۵ میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه.

د چارو شنونکي له دې ډلې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند بشیر دودیال بیا په دې نظر دی، چې په تېره کې د دغو نړیوالو مرستو په لګولو کې پراختیايي موخو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده او په کار ده دا، ځل افغان حکومت دې موضوع ته جدي پام وکړي.

جنیوا کې د افغانستان په اړه د غونډې لوګو
جنیوا کې د افغانستان په اړه د غونډې لوګو

د "افغانستان کنفرانس ۲۰۲۰" په نوم دا غونډه د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړېږي.

په ۲۰۱۶ م کال کې د بروکسل د ورته کنفرانس څخه مخکې د افغانستان د مرستو په پار ورته نور کنفرانسونه په ۲۰۱۴ کې په لندن او په ۲۰۱۲ م کال کې په توکیو کې جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG